د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د لیبیا ضد پوځي عملیاتو مشري خپلو اتحادیانو ته سپاري


د بین غازي په څنډو کې د کرنل قذافي ملاتړو ځواکونو ټانکو د اتحادي ځواکنو په هوايي په بمبار کې تباه کړل شوی دی
د بین غازي په څنډو کې د کرنل قذافي ملاتړو ځواکونو ټانکو د اتحادي ځواکنو په هوايي په بمبار کې تباه کړل شوی دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي په راتلونکو څو ورځو کې به د کرنل قذافي د ځواکونو پر ضد د عملیاتو مشري خپلو اتحادي هیوادونو ته وسپاري.

اتحادي ځواکونونن په څلورمه ورځ د کرنل قذافي د ملاتړو ځواکونو پر ضد هوایی بریدونو ته دوام ورکړی چې پکې یې د هغوی هوایی دفاعي نظام، بحري اډې او هوایی ډګرونه په نښه کړي دي.


د ناټو سکریټري جنرل اندرې فوغ راسموسین ویلي، چې د اتحادیې ۲۸ غړو هیوادونه پر دې سلا شوي چې د لیبیا پرضد د وسلو بندیز ولګوي.

وایټ هاؤس ویلي برتانیا ، فرانس او امریکا ټول پر دې رضا دي چې د لیبیا پر وړاندې عملیاتو کې دې ناټو مهم رول ولري.

بلخوا کرنل قزافي په ټیلويژن ویلي چې د بهرنيو ځواکونو پر ضد به جګره جاري ساتي. د مسراته، زنتان او د یفران په ښارونو کې د قذافی د پلویانو او مخالفو تر مینځ د نښتو رپورټونه راغلي دي.

د امریکا د دفاع وزریر رابرټ ګیټس په ماسکو کې د خپلې دورې پر مهال د روس چارواکو ته باور ورکړې چې د نړیوالې اتحادیې لخوا، لیبیا د نه الوت سیمه ګرځول، د خلکو ژوند خوندي ساتلو د مقصد لپاره ده .

وړمه ورځ د روس وزیراعظم ولادیمیر پوټین د لیبیا په اړه د ملګرو ملتونو د قرارداد غندنه کړې وه. په دې اړه د روسي ولسمشر او وزیراعظم تر مینځ هم د نظر اختلاف دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG