د لاسرسي ځای

په کراچۍ کې له څه باندې دوو اونیو راهسیې نژدې ۱۱۵ تنه ووژل شو


په کراچۍ کې د هدفي وژنو تر څنګ ولسي ګاډي هم په نښه کېږي

په کراچۍ کې د هدفي وژنو تر څنګ ولسي ګاډي هم په نښه کېږي




په کراچۍ کې د تشدد دا لړۍ له تیرو ۱۵ ورځو راهیسې روانه ده چې پکې تراوسه د سیاسي خلکو په ګډون ګڼ شمېرولسي وګړي هم په نښه شوي دي.

په دغه ښار کې د بېلا بېلو سیاسي ،مذهبي ګوندونو او د فرقه ییز ډلو ترمنځ په بیا بیا نښتې کېږي چې د پاکستان دغه کاروباري او صنعتي ښار ژوند یې تر ډېره د ویرې او ترهې له حلاتو سره مخامخ کړی دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم پرون د سه شنبې ورځ د مارچ پر ۲۲ مه د پارلمان ګډه غونډه کې ویلي وو چې په هرقیمت به په کراچۍ کې امنیت پر ځای کوي ،خو د ملک دغه د تر ټلو ګڼ مېشتی ښار لاهم له امن او سولې څخه لرې ښکاري.
XS
SM
MD
LG