د لاسرسي ځای

نا امنیو د افغانانو د ژوندوانه هره برخه اغېزمنه کړې.استاد رباني


د سولې عالی شورا ریس استاد برهان الدين رباني کوي د مارچ په ۱۶مه په خوست ولايت کې یوه غونډه وکړه.

د سولې عالی شورا ریس استاد برهان الدين رباني کوي د مارچ په ۱۶مه په خوست ولايت کې یوه غونډه وکړه.

نقیب الله متونوال خوست مشال رېډیو

د افغانستان د سولې عالی شورا پلاوى چې مشري يې هم د سولې عالی شورا ریس استاد برهان الدين رباني کوي د مارچ په ۱۶مه په خوست ولايت کې د دولتي چارواکو، قومي مشرانو، ديني عالمانو اومدني ټولنو د استازو په غونډه کې ګډون وکړو او د سولې عالي شورا د جوړيدو د موخو او همدارنګه يه تيرو څو میاشتو کې يې د خپلو هڅو او سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

خوست والي عبدالجبار نعيمي د سولې عالي شورا پلاوي ته د هرکلي ويلو تر څنګ وويل چې سوله هغه وخت راتلی شي چې د ظلم او تيري مخه ونیول شي او د قانون حاکميت ټينګ شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې يې چټكې هلې ځلې پیل کړيدي او لاسته راوڼې هم لري په ځانګړي ډول د دولتي ځمكو دغصب د مخنيوي او د دې لپاره د جوړو قومي اربكيو لغوه كول او له دوى د سپكو او درنو وسلو ډاياګ ته سپارل دي.

د سولې عالي شورا پلاوي مشر استاد رباني د سولې ارزښت ته په کتو په خپلو خبرو کې وویل، چې د ناامنيو له امله زموږ ژوند په هره برخه کې اغيز من شوى نو موږ بايد د سولې خبرو ته کښينو او په دې اړه د هيواد او نړی له عالمانو سره خبرې وکړو.
استاد رباني دا هم وويل(( افغان مجاهدينو د روسانو سره د جهاد پر مهال مخامخ جګړه كوله او د دوى پر سفارتونو يې تروريستي بريدونه، نه كول.))

د سولې د عالي شورا د دارالا نشا ریس او دولمشر حامد كرزي سالاکار معصوم ستانکزي هم پدې ټينګار وکړو چې که افغانان په خپل منځ کې سره جوړشي نو بهرنيان هم خپلو هيواد ته ولاړشي نو د دې لپاره بايد د سولې تضمين وشي.

نوموړي زياته كړه، چې په افغانستان كې بهرنۍ مداخلې هم شته ،خو د سولې په راتلو دا هم له منځه تلاى شي.

د سولې عالي شورا يو بل غړي قاضي محمد امين وویل چې د سولې په راوستو کې هر يو کس پر خپل ځای مسووليت لري چې بايد تر سره يې كړي .
نوموړي زیاته کړه چې پخلا کيدونکو ته به هر ډول خونديتوب حاصل وي.

د يادونې وړ ده، چې د سولې عالي شورا پلاوي له دې وړاندې هيوادو دننه قندهار، هرات، ننګرهار، مزار شريف او بهر، ترکيي ، پاکستان او سعودي عربستان ته سفرونه کړي او خپل سفرونه بريالی ګڼ
XS
SM
MD
LG