د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګوادر کې ۱۱ مزدوران ووژل شول




دبلوچستان په ګوادر سیمه کي دنامعلومه کسانوپه ډزوکي لږترلږه ۱۱ کارکوونکي وژل شوي دي او بریدکونکي دپېښي له ځای څخه په تېښته کي بریالي شوي دي
له ګوادره د ۳۵ کیلومیټره په واټن کې دپلېري په سیمه کي د مزدارانو پر یوه دېره(کمپ) نامالومه وسلوالو کسانو ډزې کړې چې پکې د پولیسوپه وینا ۱۱ تنه وژل شوي او دوه نورټپيان دي.

دسیمي پولیس وايي، ټول وژل شوي او ژوبل کسان دنیشنل هائي وې، اوفرنټير ورکس آرګنایزېشن کارکوونکي دي، چي په پلیري کراس يې په يوه سړک کارکاوو...
د ګوادر اسسټنټ کمشنرطلحی وايي ،((زمو د مالوماتو له مخې پر څلورموټرسايکلونو سواره اته کسانو د مزدرانو پر دېره ډزې کړې چې پکې ۱۱ تنه وژل شوي او دووه ژوبل دي او دایف ډبلیواو اونیشنل هائي وې اتهارټي خپل کسان دي((

بلخوا ته دبلوچستان دحکومت له خواپه خپرې شوې يوې خبرپاڼه کي دوزیراعلی نواب اسلم رئیساني له خواویل شوي، په مزدورانوپه بریدکول او دهغوي وژل يوه بلوڅ ته هم نه هم خپلواکي ورکولی شي، اونه هم په داسي قسم پېښوکي لاس لرونکي دده په وینادمعافی وړ دي

.په دې صوبه کي له څوکلونوراهیسي دناامنۍ دنوروپېښوترڅنګ له هدفي وژنوسره سره دلته په مزدورانو یاکاکوونکوهم ډزي شوې اوګڼ کسان په کې وژل شوي هم دي.

دمزدورانودوژني دډېری پېښوپړه بلوڅ بېلتون پاله ډلي پرغاړه اخلي چې د پاکستان له مرکزي حکومت څخه د صوبې پر وسایلو د خپلواکی غوښونکي دي.او له تېرو څو کلونو راهیسې بلوچستان د بېلابېلو ناامنیوشاهد دی.
XS
SM
MD
LG