د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې نوروز په شاندارو مراسمو ولمانځل شو.


د نوروز مراسم د کابل په بادام باغ کې ترسره شول،
د نوروز مراسم د کابل په بادام باغ کې ترسره شول،
د نوي کال د عنعنوي میلې مراسم د کابل په بادام باغ کې ترسره شول، چې د کابینې غړو، بزګرانو او په سلګونو عامو خلکو په کې ګډون کړی وو.

د نوي کال جشن په کابل کې په دودیز ډول ولمانځل شو او ګڼ شمیر کسانو په کې برخه واخیسته.

د نوي کال د جشن لپاره د نوروز عنعنوي میله او د سخي د جنډې پورته کولو مراسم ترسره شول.

د نوروز په عنعنوي میله کې چې په بادام باغ کې جوړه شوې وه، د کابینې یوشمیرغړو د فدراسیونونو مسولینو بزګرانو او په سلګونو عامو خلکو برخه اخستې وه.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي له همدې امله جوړې شوې غونډې ته، د کرنې په برخه کې شوي پرمختګونه مهم وبلل، خو ځینو هغو ګواښونو ته یې اشاره وکړه، چې د کرنې په وړاندې ستونزې راپیدا کړي.

سترګواښ

ده په خپلو خبرو کې په کرنیزو ځمکو کې د هستوګن ځایونو جوړول د کرنې په وړاندې یو ستر ګواښ وباله او له خلکو نه یې وغوښتل څو په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

"په تاسف سره د کرنې سره علاقه په عمومي توګه د کمیدو په حال کې ده، مه پریږدئ چې کرنیزې ځمکې مو په هستوګن ځایونو او غیرکرنیزو ځمکو بدلې شي، مه پریږدئ چې کرنیزې ځمکې مو په وړو وړو ټوټو بدلې شي، مه پریږدئ چې ورشوګانې مو له منځه ولاړې شي، مه پریږدئ چې ونې او ځنګلونه مو چې زموږ او تاسې راتلونکې نسل په هغو پورې اړه لري ضایع شي، ټولې دغه سرچینې عامه ګټې دي."

په دغو مراسمو کې ځینو ګډونوالو هم د کرنې په وړاندې د یادووشوو ستونزو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل که حکومت په کرنیزو سیمو کې د هستوګن ځایونو د جوړولو مخه ونه نیسي افغانستان به د وخت په تیریدو سره کرنیزه ځمکه له لاسه ورکړي.

مراسم

په کابل کې د نوروز جشن لپاره د کارته سخي په سیمه کې هم ګڼ شمېر کسان راغونډ شوي وو او د سخي جنډې د پورته کولو مراسم یې ترسره کړل.

په دغو مراسمو کې لسګونه زره کسانو برخه اخستې وه. ځینویې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زما نوم سید شاه محمود دی، نوی کال لمانځو، دلته امنیت ښه دی او خدای دې دا نوی کال په ټولو نیکمرغه کړي، چې له دغه جنګونه او جنجالونه په خیر پای ته ورسیږي او په هېواد کې مو سوله راشي.

زما نوم شاهد هلال دی، دلته کارته سخي ته د جنډه بالا مراسمو لیدو ته راغلو. هیله چې زموږ خلک په سوله کې ژوند وکړي."

سږ کال هم د تیر کلونو په شان امنیتي ځواکونو د دغو مراسمو امینت ټینګ کړی و او خلکو په ډاډه زړه په کې برخه اخستې وه.

افغان چارواکو په خلکو غږ وکړ، چې د ښار په سمسورتیا کې برخه واخلي او خپل چاپیریال د نیالګیو او بوټو په کینولو لاښکلی کړي.

ولسمشر حامد کرزي هم د ارګ په دننه کې د نیال کینولو پرمهال له خلکو وغوښتل چې د چاپیریال په سمسورتیا کې برخه واخلي.






XS
SM
MD
LG