د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا پر وړاندې د م.م د قراداد ملاتړ کوو.عرب لیګ


د ملګروملتونو مشر بان کي مون او د عرب ټولنې مشر امر موسی په قاهره کې خبري غونډې ته خبرې کوي.۲۰۱۱م کال د مارچ ۲۱ مه نېټه
د ملګروملتونو مشر بان کي مون او د عرب ټولنې مشر امر موسی په قاهره کې خبري غونډې ته خبرې کوي.۲۰۱۱م کال د مارچ ۲۱ مه نېټه
دمشال خبري څانګې رپوټ

ژباړه ملیحه امیرزاده



د عرب لیګ مشر امر موسی تیره ورځ په قاهره کې د ملګري ملتونو عمومي منشي بان کی مون سره د لیدلو پر مهال ويلي چې د ملګرو ملتونو د لیبیا په اړه د قرارداد درناوې کوي. ددې نه وړاندې د نوموړي په اړه ویل شوي وو چې هغه د لیبیا په اړه د غربي نړۍ په عملیاتو اندیښنه ښکاره کړې وه.

د دې تر څنګ بان کي مون د لیبیا په اړه د قرارداد په ترڅ کې د عرب لیګ د ملاتړ او د کردار ستیانه کړې


دمشال ریډیو د خبر مرکزي څانګې د رپورټ تر مخه نوموړي د مصر په سر ښار قاهره کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون سره د لیدلو نه وروسته ویلي، عرب لیګ د ملګرو ملتونو لخوا لیبیا د نه الوت سیمه ګرځولو د قرارداد سره کوم اختلاف نه لري. ځکه چې دا قرارداد د عام خلکو د ساتنې لپاره دې.

ددې نه وړاندې د ښاغلي موسی په اړه ویل شوي وو چې د اروپایی هیوادونو په غونډه کې لیبیا د نه الوت سیمه ګرځولو په اړه اندیښنه ښکاره کړې وه. او ویلي یې وو چې دوي د ولس د ساتنې ملاتړ کوي نه ده هغه بمبارۍ چې پکې عام ولس په نښه کیږي. خو د غربي نړۍ ځواکونو ویلي دي چې په بمبارۍ کې عام ولس نه دی په نښه شوی .

بلخوا د نوموړي سره د ملاقات پر مهال تیره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي بان کي مون یو خبري ناستې ته ویلي چې په لیبیا کې ټینګ او کوټلي ګامونه اخیستل یواځې د عرب لیګ د ملاتړ سره ممکن شوی .

د دې نه مخکې بان کي مون د لیبیا په حکومت غږ کړې و چې د خپلو عام خلکو پر ضد دې تشدد بند کړي. او د ملګرو ملتونو قرار داد دې ومني.

نوموړي په قاهره کې د خبري غونډي پر مهال د نړیوالې ټولنې نه د لیبیا په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د قرارداد عملي کولو لپاره د یو والي غوښتنه وکړه.


د امر موسی او د بان کي مون تر مینځ د ملاقات نه وروسته د مصر مرکز قاهرې په تحریر څلور لاره کې د قذافي ملاتړي احتجاج کونکي راغونډ شوي وو او له بان کي مون یی غوښتنه کوله چې د عرب لیګ مرکز ته دې واپس لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ غربي نړۍ په لیبیا کې د هوایی بریونو دویمه لړۍ شورو کړه. د دې نه وړاندې د غربۍ نړۍ ځواکونه په بن غازي ښار کې د قذافي پلویو پوځیانو په مخنیوي کې کامیاب شوي دي. او د لیبیا هوایی دفاعي نظام یی هم په نښه کړی دی.

خبری اژانس رویټرز وایی امریکا چې د برتانییا ، فرانس، اټلي کینیډا او د نورو هیوادنو په مرسته روان پوځي کیمپین مخ په وړانډې روان دی . دوي د اتوار په ورځ د لیبیا لخوا د ډز بندیز وړاندیز هم رد کړې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG