د لاسرسي ځای

تر بحرین د ناکراریو شا ته پټ لاسونه


د نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې مایکل سلیکمین لیکي په بحرین کې دا مهال روانه ناآرامي او جګړه دپردې شاته ځنې قوتونه پر مخ بیايي. په دې ورستیو کې د بحرین باچا د خپلې واکمنۍ پر ضد مظاهره چیانو خلاف دتشدد او طاقت استعمال کړې چې پکې دسعودي عرب ځواکونو هم برخه اخیسته.

مقاله لیکونکی ماییکل سلیکمین وایي، په منځني ختیز کې حالات په داسې لور روان دي چې پکې به د امریکا تګلارې هم د بدلون ښکار کیږي ځکه چې په بحرین کې د سعودي عرب او ایران ترمنځ په سیمه کې د لا ډیر اثر رسوخ لرلو لپاره د پردې شاته جګړه شورو ده نو په داسې حال کې به امریکا د جمهوریت دملاتړ ترڅنګ خپلې ګټې هم په پام کې نیسي.

بلخوا سلیکمین وايي سعودي عرب فکر کوي که چیري دا مظاهره چیان چې پکې زیاتره شیعه ګان دي بریالي شي نو په سیمه کې به دا یران اثر نور زیات شي.

په ۱۹۷۹ م کال کې دایراني انقلاب نه را په دېخوا ددواړو هیوادونو اړیکې زیاتره د کړکیچ ښکار پاتې شوې ځکه چې په سعودی عرب کې د محافظه کار سني خاندان حکومت دی او په ایران کې د سخت دریزه شیعه ګوندونه واکمن دي.

دا راز د عراق سره د جګړې پر مهال دایران خلاف د سعودي عرب تربګني او په لبنان کې د حزب الله ډلې سره د ایران ملاتړ هم ښکاره خبرې دي.

سلیکمین په قاهره کې د سیمه ایزو چارو د مطالعاتي مرکز دمشر مصطفی ال لباد د خولې لیکي که په بحرین کې حکومت مخالفه ګوندونه بریالي شي نو دا دایران په ګټه ده او ځکه سعودي عرب غواړي چې د سني حکومت ملاتړ وکړي.

سلیکمین وايي امریکا په بحرین کې یوه سمندري اډه لري نو که څه هم وايي چې د جمهوریت غوښتونکي مظاهره چیانو مرستې کوي خوپه دې لړکې یې لا تردې دمه دیوې څرګنده تګلارې اعلان نه دې کړی. نو داسې ویره هم څرګندیږي چې که د مظاهره چیانو پرضد دبحرین د حکومت لخواد طاقت استعمال کیږي او امریکا پرې خاموشه پاتې شي نو دغه خلک به د امریکا هم خلاف شي.


سلیکمین د خلیجي چارو دیو کارپوه لخوا لیکي په بحرین کې د مظاهره چیانو پر ضد د حکومتي تشدد استعمال ډیر خطرناک دی او پکې دې خبرې ته پام نه دی شوی چې که دا ناکامه شي نو څوک به د بحرین ستونزه هواروي؟ ښکاره خبره ده چې دا کار به هم بیا د امریکا ته ور په غاړه وي.

سلیکمین وايي که څه هم تر دې دمه په بحرین کې دایران لخوا کوم ښکاره مداخلت نه دی شوی خو ښکاري داسې دامظاهرې چې زیاتره یې شیعه ګان دي، که بریا ترلاسه کړي نودا هیواد به دسعودي په مقابله کې ډیر دایران تر فکري اغیز لاندې وي.

سلیکمین په سټینفورډ یونیورسټۍ کې د ایران د چارو دمشر عباس میلاني دخولې وايي، که څه هم ایرانی ریژیم ډیر وژونکی دی خو په داسې حال کې د بحرین د باچا دامریت خلاف که د مظاهره چیانو مرسته وکړي نو په سیمه کې به ډیر جمهوري نوم ترلاسه کړي.

دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا پخواني ځانګړي استازي رچرډ هالبروک دمرګ نه لږه موده وړاندې ویلي وو چې طالبانو ته د خلیجي هیوادونو نه مالي مرستې ملاویږي نو د تیلو د اړتیا ترڅنګه په دې لړ کې هم دا سیمه د امریکا ډیره پاملرنه غواړي. او که لنډ مهاله ګټو لپاره امریکا دغلته ځنې ګامونه اخلي نو دا به په دې سیمه کې دامریکا اوږد مهاله تګلارې ډیرې زیانمنې کړي.
XS
SM
MD
LG