د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د پښتونخوا مېپ او اې اېن پي کارکونکي وژل شوي دي


په کراچۍ کې د هدفي وژنو تر څنګ ولسي ګاډي هم په نښه کېږي
په کراچۍ کې د هدفي وژنو تر څنګ ولسي ګاډي هم په نښه کېږي
د ګلشن اقبال پوليس وايي چې څلور نامالومه وسله والو تېر ماښام په سېمه کې په يو دوکان ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې شپږ کسان ژوبل شول ـ

په ژوبل شویو کې دوو کسانو په روغتون کې ساه ورکړه.د ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي چارواکي وايي چې وژل شوي او ژوبل شوي شپږ واړه کسان ددوي د ګوند غړي دي ـ

د نوموړي ګوند د سند صوبې د اطلاعاتو سيکرتر عبدالعلي غورغشتي مشال ريډيو سره په خبرو کې ويلي دي چې د ګلشن اقبال پېښه د هغه وژونو لړۍ ده ،چې پکې د سياسي ګوندونو غړي په ځانګړې توګه په نښه کيږي ـ

نوموړي زياته کړه چې پارټی ددواړو وژل شوو کسانو پلرنی ټاټوبی د بلوچستان پشين ضلع ده ، او دوی له اوږدې مودې راهیسې د ګلشن اقبال په سیمه کې د يخ بوتلونو پلورنځۍ درلود ـ

د اخ و ډب بله پېښه د کراچۍ ښار په یوه ګڼ مېشته پښتني سېمه کې نن د ګل ورځ سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه چې نامالومه وسله والو پر حنيف خان ايډوکېټ ډزې وکړې ویې وژلو ـ

د عوامي نېشنل ګوند د وياند قادر خان په خبره وژل شوی تن ددوی د ګوند له مخکښو مشرانو څخه وو .

قادرخان زياته کړه چې نن سهار وختي نامالومه وسله والو حنيف خان په ډزو ووژلو د پېښې په وخت نوموړې له کوره جومات ته روان و و ـ

حنيف خان ايډوکيټ د پښتونخوا د سوات سېمې اوسيدونکي وو او د خدايي خدمتګار تحريک له وخته راهیسې د عوامي نېشنل ګوند غړی و ـ


ددې نه علاوه د ښار له نورو برخو څخه د نامالومه کسانو په ډزو د وژل شويو يو شمير کسانو مړي ترلاسه شوي دي ـ

د ژغورندویه ادارې ايدهي وياند انور کاظمي مشال ريډيو ته ويلي دي چې ددوي په ايمبولانسونو کې د اتوار او ګل په نیمه شپه کې یې پنځه زخميان او اووه مړي د ښار دولتي روغتونونو جناح او سول هسپتالونو ته رسولي دي ـ

د نوموړي به خبره دغه پېښې د ښار به مرکزي برخه کهارادر ،ګلستان جوهر،ميټرويل،لياري،ګارډن او ګوليمار په سېمو کې رامنځته شوي دي ـ

ددې ترڅنګ د ګلزار هجري پوليس وايي چې يو پوليس سرتېرې ارشد هم د نامالومه وسله والو په ډزو وژل شوی دی ـ د يادونۍ وړده چې د کراچۍ د اخ و ډب په پېښو کې دا ځل پوليس هم په ځانګړې توګه په نښه کيږي. تېره ورځ هم د ښار د اورنګي ټاون په سېمه کې دوه پوليس والا ورته حملو کې په نښه شوي ول ـ

بل لور ته پيپلز پارټۍ او ايم کيو ايم ښار کې د نا امنۍ په پېښو يو بل تورن کړي دي ـ د ايم کيو ايم مشر فارق ستار ويلي دي چې د سند صوبې دداخله چارو وزير ذولفقار مرزا په جرمونو کې د ککړو عناصرو سره لاس لري،خو پيپلز پارټۍ دغه تورونه سختو ټکو کې غندلي اوويلي يې دي چې تور لګونکي دې د تور لګولو مخکې اول خپل ګريوان ته سر ښکته کړي او دا فکر دې وکړي چې کراچۍ کې د ټوپک په زور څوک سياست کوي ـ


د ښار د اخ و ډب په پېښو کې تېره ورځ د ناقانونه ګرځول شوې ډلې پيپلز امن کميټۍ په دفتر هم د لاسي بم حمله ترسره شوې وه چې په ترڅ کې يې پنځه کسان ژوبل شوي ول ـ
کراچۍ کې د اخ و ډب پېښې د تېرې خواوشا يوې نېمې هفتې راهیسې په مسلسله توګه روانې دي چې تراوسه پکې د سياسي ګوندونو غړي او نور ګڼ شمير ښاريان قرباني شوي دي ـ
XS
SM
MD
LG