د لاسرسي ځای

په نړۍ کې د غنمو بیې لوړې شوې دي


په نړۍ کې تر هغې وروسته د غنمو بیه لوړه شوې ده چې روسیې وویل اټکل کوي سږکال به پیداوار کم وي.
د دې له کبله په نړیوال کچ د غنمو د لېږد را لېږد په اړه اندېښنې پیدا شوې دي. د روسیې مرستیال وزیراعظم وېکټر زوبکوف ویلي اټکل کوي سږ کال به له ۸۴ تر ۸۵ میلیونه ټنه غنم وشي، تر دې مخکې روسیې ویلي وو چې له ۸۵ تر ۸۷ میلیونه تڼه غنمو د پیداوار اټکل کوي. تر تېر کال پورې روسیې د نړۍ تر ټولو زیات غنم پیدا کول، خو د وچکالۍ له کبله تېر کال دې ته اړ شو چې د غنمو پر برامد بندیز ولګوي. د زوبکوف په وینا د غنمو پر برامد به اوس هم بندیز وي.
XS
SM
MD
LG