د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپان: اته ورځې وروسته یو سړی ژوندی راووت


په جاپان کې د زلزلې او څونامي تر اتو ورځو تېرېدو وروسته له کنډوالو یو کس ژوندی راویستل شوی دی.
رپورټونه وايي دا کس چې د عمر د شلو کالونو په لسیزې کې دی، د یوې ورانې ودانۍ له کنډوالو روغ راوویستل شو. دا وداني په شمال ختیځ میاګي ښار کې ده چې څونامي زښت ځپلی دی. د روانې میاشتې په یولسمه د راغلې زلزلې زور د رېښتر پر درجې ۹ وو چې له کبله یې څونامي وزېږېده. پولیس وايي تر اوسه شا و خوا ۷۲۰۰ کسان وژل شوي او ۱۱۰۰۰ کسان لا هم ورک دي. همدا مهال، انجینران د فوکوشیما د برېښنا جوړونې ځپل شوي پلانټ د بیا پر حاله کولو لپاره په کار کې بوخت دي. د جاپان چارواکو په پلانټ کې د راغلي اټومي بحران درجه پینځه ښودلې ده. پر دې نړیوالې آلې له یو تر اووه پورې درجې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG