د لاسرسي ځای

تازه خبر

جاپان: د بحران پر وړاندې ګامونه


جاپان په دوامداره ډول، د اټومي او بشري بحرانونو مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د دې هېواد اېنجینران د برېښنا جوړونې ځپل شوي پلانټ د بیا پر حاله کولو لپاره په کار کې بوخت دي. له پلازمېنې ټوکیو د شمال په لور د فوکوشیما اټومي پلانټ د زورورې زلزلې له کبله زیانمن شوی وو. په جاپان کې یوه اوونۍ مخکې د جمعې په ورځ تر پیاوړې زلزلې وروسته څونامي راغلې وه. د رېښتر پر درجې د زلزلې زور نهه وو. جاپانۍ ډلې د اغېزمن شوي پلانټ د بټیو د سړولو لپاره په ټنونو یخې اوبه پر دې بټیو اچوي او هڅه کوي چې په دې سیمه کې برېښنا یا بجلي بیا پر حاله کړي. د څونامي له کبله شا و خوا پینځه لکه خلک بېکوره شوي دي او همدا مهال زیاتره کسان په خرابو حالاتو کې ژوند تېروي. دا خلک په ډېر یخ موسم کې د ګرم اوسېدو، د سوخت د مواد او د خواړو تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي. تر اوسه په څونامي کې د وژل شویو کره شمېر شا و خوا ۷۰۰۰ دی، د حکومت له لورې په دې ناورین کې د ۱۰۰۰۰ کسانو د مرګ وېره څرګنده شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG