د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو پر وژنه اسلامي ګوندونه ولې غلي دي؟بلور


Pashtoonkhwa Bishir Bilour Senior Provincial minister
Pashtoonkhwa Bishir Bilour Senior Provincial minister

غلام غوث مشال ريډيو پيښور

د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ په غونډه كي د مخالف ګوند مشر او پخواني وزیراعلی اكرم خان دراني د ريمينډ ډيوس د خوشى كولو غند نه وكړه او د هغه كسانو په اړه ې د پلټنو غوښتنه وكړه چي د هغه په خوشي كولو كې یې لاس درلود.


د اکرم خان دراني د څرګندونو په اړه د خیبر پښتونخوا مشر صوبايي وزیر بشیر بلور له خبريالانو سره په خبروويل، د افسوس خبره دا ده په اديزوكي ۳۶ تنهاووژل شو دهغو لپاره نه چا لاريون را وويستلو او نه چا د هغه پيښې غندنهاوكړه او نه پرې څه خبره كيږي.خو په پنجاب كي دوه تنه وژل كيږي او د هغي لپاره دومره اواز او شور پورته كيږي، زه د جمات اسلامي نه دا پوښتنه كوم چي د اديزو په چاودنه یې ولې ي داسي لاريونونه نه كول،په مينه با زار چاودنه كي چي ۱۲۰ تنه وژل شوي وؤ په هغه لړ كي خو هیچا هم نه مۍاهره وکړه او نه کوم احتجاج ،دا د پښتنو وینه ولې دومره ارزانه ده.چې هیڅوک یې تپوس نه کوي.))


بشير احمد بلور زياته كړه چي كله په بمي چاؤدنو كې د پښتنو په لسګونه بچي وژل كيږي نو بيا مذهبي ګوندونه اواز پورته كوي چې دا بریدونه بليك واټر كوي او هيڅ قسم احتجاج او لاريون نه راباسي .

مشر صوبايي وزیر بشير احمد بلور وویل، كه څوك د ريمنډ ډيوس د خوشي كېدو په اړه پلټني كول غواړي نو د وژل شويو دوو پاكستانيانو له کورنیو سره دې رابطه وکړي چې د خپلو وژل شویو کسانو د سر خون بها یې اخیستې ده او د جج تر مخ یې د ريمنډ ډيوس د خوشي كولو لوظنامه لاس ليك كړي وه.
XS
SM
MD
LG