د لاسرسي ځای

په سوات کې په تره ګرۍ ککړ ته سزا واورول شوه


په مالاکنډ ډویژن کې د اورپکو طالبانو مشران اشتهاري ګرځول شوي دي

په مالاکنډ ډویژن کې د اورپکو طالبانو مشران اشتهاري ګرځول شوي دي



نيازاحمدخان سوات مشال ريډيو


په سوات کې لومړی ځل دتره ګری په تورنيول شوی دمټې یو اوسېدونکی وسلوال طالب کمندان ته د ترهګری په شمېر مقدموکې ۱۲۰ کاله قيد او لس لکه روپی د جرمانې سزا ورکړي ده .

دغه فيصله دزيارت په ورځ دتره ګرۍ د مخنيوي ځايي خصوصي عدالت یوه جج عاصم امام په خپله لنډه اورونه کې وکړه.او ویې ویل ، چې دمټې اوسيدونکي نوراني ګل باندې پر پوليسو اوسرکاري ودانو حملې ، امن وامان خرابول او په مټه کې دپوليسو يو اهلکار غرغره کول شامل دي.

دسوات قامي جرګې مشرمختياريوسفزي مشال رېډيو ته وویل،((چې نوراني ګل ته سزا ورکول د ډاډ وړده خو د هغه دجرمونو ته په کتو سره کمه ده.او په جيلونوکې بندي ترهګرو باندې دې هم مقدمه وچلول شي او هغوی ته دې هم سزا ورکړل شي.))

د ترهګری په جرمونو ککړ نوراني ګل ته په سزا اورولو سره د سوات نورو خلکو هم ډاډ او اطمنیان څرګند کړ .د مټې یوه اوسېدونکی امجد علي صحاب وايي چې کې هر ترهګر ته همدغه ډول سزا ورکړل شي نو بیا به په سیمه کې هیڅوک د امن و امان ي خرابولو جرات ونکړي.

د مېنګورې یوه اوسېدونکي منصور له مشال رېډیو سره په خبرو کې وويل چې دغه ډول سزا کولو سره به په خلکو کې دا خبره پخه شي چې هیڅ مجرم له سزا نشي خلاسېدای .

دسيدوشريف يوه اوسيدونکي احتشام الحق چې له دې همم سخته سزا ورکول پکار وو ځکه چې دغه خلکو ډير ظلمونه کړي دي.

یوه بل زدکونکي جواد الله وویل چې همداسې سزا ورکول پکار ده ځکه چې دبدکار انجام بد وي اودغه خلکو د سوات ولس ته ډيرتکليف رسولی دی.
XS
SM
MD
LG