د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا دې په ډرون بریدونو بخښنه وغواړي .پاکستان


ډرون الوتکې په شمالي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
ډرون الوتکې په شمالي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکي وايي امريکا دې په شمالي وزيرستان کې ډرون بريدونه کې د ۴۱ کسانو د وژنې له امله بخښنه وغواړي.

د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني، اولسمشر آصف زرداري او د فوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني تيره ورځ شمالي وزيرستان کي شوي د ډرون بريدونو په سختو ټکو کي غندنه کړيده. په دې بريدونو کې ۱۱ کسان ژوبل شوي هم وو.

د پاکستاني پوځي مشر له دفتره په خپرې شوي خبر پاڼه کې ويل شوي چې دا بريد پر وسله والو طالبانو نه بلکې پر يوه جرګه شوي خو ايسوشيټيډ پريس خبري ایجنسۍ د ځينو پاکستاني پوځي چاوراکو له خولې ويلي چې په بريد کې وسله واله په نښه شوي.



د ځايي سرچینې له مخې د ډرون برید پرو ن غرمه له افغانستان سره پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان له مرکز میرام شاه څخه پر شاخوا ۴۵ کلومیټرۍ د دته خېلو ښارګوټي په خړتنګي سیمه کې پر یوه کور وشو چې په لومړي سر کې د مړیو شمېر ۲۲ او ځینې سرچینې یې ۴۱تنه ښيي .


شمالي وزیرستان په بیا بیا د امريکايي ډرون الوتکو لخوا په نښه کېږي چې ددې تر شا علت د افغانستان دولت او په دغه هیواد کې د امریکا په مشری د نړیوالو ځواکونو لخوا دابلل کېږي،چې په دغه سیمه کې القاعدې،د سراج الدین حقاني ډلې او نورو وسلوالو اورپکو ډلو خپل ځان خوندي کړی دی او له همدې ځایه په افغانستان کې پر دوی بریدونه کوي.

په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې د بې پایلټه ډرون الوتکو په بریدونو کې د القاعدې او د ځايي وسلوالو یو شمېر مخور کمانډران وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG