د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې په زرګونه زدکونو تعلیم ته مخه کړې


په سوات کې د ترهګرۍ له لاسه زیات زیان د جینکو تعلیم ته ورسېدلی
په سوات کې د ترهګرۍ له لاسه زیات زیان د جینکو تعلیم ته ورسېدلی
نيازاحمدخان سوات مشال ريډيو


دسوات تعليمي بورډ مشر پروفيسر محمد اقبال وایي چې په سيمه کې د امن راتلو سره د زده کونکو شمېره زياته شوېده.خو د شخصي تعليمي ادارو اتحادیې مشر ضياء الدين يوسفزی وايي، دغه شميره کافي نه ده.

په سوات کې دنهم اولسم جماعت امتحانونه شورو شوي دی چې پکې څه باندې ۵۲۰۰۰ زرو زده کونکو برخه اخیستې ده. دغه امتحانونه په داسي حال کې کيږي چې دسوات په سلګونه تعليمي ادرې ورانې پرتې دي.

دتعليمي بورډ سوات د ريکارډ له مخې په ۲۰۰۶ م کال کې په امتحانونو کې د برخه اخیستونکو شمېر ۴۳۳۰۰ وو او همداسې په سوات کې د ترهګری او وسلوالو طالبانو لخوا د جينکوپر تعليم د بنديز له لاسه په ۲۰۰۷م کال دغه شمير ه ۱۸۰۰۰ ته کمه شوې وه چې پکې تر ډېره جينکۍ متاثره شوې وې.

په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ م کال دغه شميره لږ پورته شوه او ۳۸۰۰۰ زرو ته ورسيده .

په ۲۰۱۰م کال کې نوره پورته شوه او ۴۲۰۰۰ زدکونکو ته ورسيده او سږ ۲۰۱۱ م کال کې دغه شمير ۵۲۰۰۰ زدکونکو ته ورسېدلی.

پرفيسرمحمد اقبال وايي چې دا شمېر نور هم زیاتېږي ،ځینو سیمو کې سکولونه وران دي چې ورته حکومت عارضي ودانی جوړې کړې دي او په ځینو سيمو کې دجينکو او هلکانو په ګډه مرکزونه جوړشوي ،هغه زياته کړه چې امتحاني کارکونکو او په تېره ښځینه استاذانو مشکلات ډېر دي خو بيا هم تعليمي بورډ هڅې کوي چې دغه ستونزې ختمې کړي.

دغير سرکاري تعليمي ادارو د اتحادیې صدر ضياء الدين يوسفزئي وائي چې په سوات کې د زده کونکو دغه شمير کافي نه دی چې دده په خبره اوس هم په زرګونه زدده کونکي له تعليمه محرومه دي.دی زیاتوي دا د خپګان خبره ده چې اوس هم زدکونکي په خېمو کې او یا هم تر شنه اسمان لاندې پر ډاګ سبق زدکوي.

په سوات کې که یوخوا وسلوالو طالبانو او ترهګرۍ تعلیمي بهیر ته زیان ورسولی نو بلخوا په زرګونه زدکونکي د تېر کال د پشکال سېلاونو هم له تعلیمه بې برخې کړل.
XS
SM
MD
LG