د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هغه سیمه کې به پوځي عملیات کوو چې اړتیا یې وي.ګورنر مسعود کوثر


د خیبر پښتونخوا ګورنر بیریسټر مسعود کوثر د خیبر قبایلی سیمې لواړګي ته د سفر پرمهال ویلي چې په تولو قبایلي سیمو کې امن غواړي .او وايي چې هر هغه سیمه کې به پوځي عملیات کېږي چې دوی یې ضرورت بولي.

په خیبر سیمه کې د سکولو د ورانولو په اړه ګورنر وویل هر هغه څوک چې په سیمه کې سکولونو ته زیانونه رسوي دا د جهالت د دورې خلک دي او د علم پر ضد دي.او زیاته یې کړه چې د سیمې له خلکو هم غوښتنه کوي چې د خپلو ماشومانو د راتلونکې په خاطر دې د هغو خلکو مخه ونیسي چې په سیمه کې تیاره خوروي.

په خیبر کې د مشال همکار فرهاد شینواری ورسره یوه مرکه کړې او په سر کې یی ترې پوښتلي په داسې حال کښی چې نړیوال قوتونه په شما لی وزیرستان کې د عملیاتو غوښتنه کوي نو د خیبر پښتونخوا د ګورنر په هیڅ په قبایلی سیمو کې د امنیت پر ځای کولو لپاره څه پلان لری؟
XS
SM
MD
LG