د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پلوچستان بې روزګار ډاکټرې کارونه غواړي


بې روزګارو ډاکترانو د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم خان ریساني څخه د روګار غوښتنه کوي
بې روزګارو ډاکترانو د بلوچستان وزیراعلی نواب اسلم خان ریساني څخه د روګار غوښتنه کوي
Cګار ورکړل شي. چي ورسره به ددوي په ویناکه يوپلوددوي بېروزګاري ختمه شي، نوبل پلوبه په دې صوبه کي دموراوماشوم صحي ستونځي ترډېره ځايه حل شي.

دبېروزګاره ښځينه ډاکټرو دکمېټۍ مشري ډاکټرزاهده دچارشنبې په ورځ په خبري غونډه کي وویل،((که يوې خواته حکومت نوي میډیکل پوهنتونونه جوړوي،نوبلي خواته په سلګونه ډاکټران داوخت لاهم بېروزګاره دي. موږ ستاسوله لاري واکمنو ته غږ کوو ،چي نوي میډيکل کالجان چي په جوړېدو يې په اربونه روپۍ لګښت راځي ،له دې سره سره دغه بېروزګاره ډاکټرانوته روزګار ورکول هم ستاسوذمه واري ده.))


دخبریالانوددې پوښتني په ځواب کي چي دحکومت له خواویل شوي، ډېری ښځينه ډاکټري پرځاي ددې چي په کلیوالو او لرې پرتو سیمو کار وکړي، په لویو ښارونو او ښارګوټو کې کارونه غواړي.او هلته لا د وړاندې ګڼ شمېر ډاکټرانې کار کوي نو ډاکټر زاهدې په ځواب کي وویل ،((موږ هر ځای کار کولو ته تیارې یو لومړی خو دې موږ ته روزګار راکړي ))


یو بله بې روګاره ډاکټرنورنامه وايي ،((چې له ۲۰۰۶ څخه ۲۰۱۱ پوري تراوسه پوري هرکال له شپېتو څخه بیاتراویاپوري ښځينه ډاکټري دبریالیتوب سندونه ترلاسه کوي. او داټولې بېروزګاره دي))

دبېروګاره ښځينه ډاکټرودې کمېټۍ زیاته کړه، که حکومت ورته روزګار ورنه کړ، ددوي له خوابه سخت احتجاج پیل شي، چي ددې احتجاج ذمه واره به په خپله دصحت څانګه او حکومت وي. چي ددوپه ویناڅوڅو واري ورسره ژمنه شوې، خوتردې دمه عملي شوې نه دي.
XS
SM
MD
LG