د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جاپاني بټیو په اړه نړیوالې اندېښنې


د فوکیوشیما اټومي بټۍ ته چاودونو سخت زیان ورسولی
د فوکیوشیما اټومي بټۍ ته چاودونو سخت زیان ورسولی


د جاپان د انرجۍ اټومي مرکز په اړه اندیښنې نورې هم زیاتې شوې کله چې په جاپان کې د چارواکو لخوا په دې مرکز باندې د سمندري اوبو پاشلو هڅې نا کامه شوې.

په دې بټو کې دریمه بټۍ چې د نورو بټیو په پرتله پکې پلوټونیم استعمالیږي ،چې د صحت لپاره زیات خطر لري. کله چې په دې مرکز کې د تابکارۍ کچه لوړه شوه، په موقتي توګه کارګران د دې ځایی نه وویستل شول. خو بیا یو ساعت وروسته بیا دننه لاړل چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.


دغه امر د جاپان د کابینې یو ستر چارواکي یوکیو ایدانو هغه وخت ورکړ کله چې د دریمې آټومي بټۍ د نور نقصاني کیدلو په اړه خطر وو.دی وايي،)) داټومي بټۍ په دروازه کې د سهار له لسو بجو راهیسې یو ځل د تابکارۍ کچه 1000 ایم ایس وي ته ورسیدله چې د تابکارۍ ناپولو درجه ده. تر دې وخت ما سره هم دغه معلومات دي. نو ځکه د دې رپورټ نه وروسته موږ د کارکونکو نه خوندي ځایینو ته د تللو غوښتنه کړې((

د دې مرکز له کنټروله د وتو د اندیښنو په ترڅ کې امریکا په جاپان کې خپلو خلکو ته ویلي چې له مرکز نه ۸۰ کلومیټره دې لرې لاړ شي، دوي د جاپان په پرتله زیات خبردارې ورکړی.

په جاپان کې چارواکو له اټومي بټيو سره نیږدې اوسېدونکو ته ویل شوي چې ۲۰ کلومیټره علاقه دې خالي کړي او له مرکز سره په ۳۰ کلومیټرۍ کې اوسیدونکو ته ویل شوی له کورونو نه دې بهر نه را وځي.
په سیمه کې واؤره اورېدلې چې د اوسیدونکو لپاره یې نور مشکلات پیدا کړي دي.ځکه چې هغوی لا دمخه د خوراک او اوبو له کمي سره مخامخ دي.

د روانو حالاتو په ترڅ کې د جاپان پاچا له زلزله ځپلو سره خواخوږي وکړه او غوښتنه یې ترې وکړه چې هیله دې له لاسه نه ورکوي.


جاپاني میډیا پر خپل حکومت او د اټومي بټۍ پر چلونکو نیوکي کړي چې د روانو حالاتو په اړه یی پوره او کافي معلومات نه دي ورکړي. د دې ترڅنګ د آتومي چارو پوهاند وایی د جاپان چارواکي د رسېدونکي زیان کچه د اصل نه کمه ښيي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG