د لاسرسي ځای

په جاپان کې د ایټمي بټو د سړلو هڅې


د پوځي هیلي کاپټرو له لاري په ایټمې پلانټ اوبو پاشل کیږي

د پوځي هیلي کاپټرو له لاري په ایټمې پلانټ اوبو پاشل کیږي

په جاپان کې د تیري جمعې په ورځ د راغلې زلزلې او څونامي وروستو د پوځي هیلي کاپټرو له لاري په ایټمې پلانټ اوبو پاشل کیږي، چې دغه ایټمې بټۍ د چاؤدنو وروستو یخې کړي. او د نورو چاودنو مخه ونیسي.


د ایټمې توانايي د نړیوالې ادارې مشر یو کیا امانو وایي دی به نن(زیارت ورځ) جاپان ته ځي چې د حالاتو جاج واخلي. د فوکیو شیما د ایټمي بټۍ (بجلي ګر) حالات خطرناکې کچې ته رسېدلي دي.

ددغې بټۍ په اولني، دویم او دریم یونټو کې چاؤدنې شوی دي. خو له پرونه راهیسي پکې څه خاص بدلون دې راغلي.

د ملګرو ملتونو د ایټمې وسلي د څارنې اداره او د ایټمې توانایی نړیواله اداره وایی ، اوس هم فوکیوشیما کې داسې خطره شته، که چرې دغه بټۍ یخې نه کړل شوې، نو تابکاري به نورو سیمو ته هم خوره شي.

په جاپان کې د صحت ماهران وایي ، د تابکارۍ د خوریدو د وېرې له وجې د څه باندې نهه درجې زلزلې متاثرینو لپاره امدادي کاروایانې اغیزمنې کیدایی شي.

د جاپان زلزله ځپلو سیمو کې دا وخت د سختې واورې له وجې امدادي کاروایانې هم له مشکلاتو سره مخامخ دي.
په زلزله کې تر دي دمه د څلور زرو او اته سوو کسانو مړي موندل شوې دي. او خواؤ شاه اته زره او شپږ سوه کسان اوس هم لا درکه دي.
XS
SM
MD
LG