د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې پر مال وړونکو ټېنکرو بریدونه شوي


د پیښور سره نزدې د قباییلي سیمې خیبر په کارخانو مارکیټ کې بیګا ناوخته د نیټو ځواکونو لپاره په سامانونو وړونکو ټینکرو نامعلومه وسلوالو ډزي کړې دي، چې له عمله په دغه ګاډو کې اور لګیدلې.

دغلته پولیسو مشال ریډیو ته وییلي دي، په پیښه کې څه ځاني زیان نه دی شوی خو پلټنې یی پیل کړي دي.

په خیبر او پیښور کې اکثره د نیټو په ټینکرو داسې بریدونه کیږي.

پرون د شور ورځ هم د بلوچستان په مستونګ ښارګوټي کې د نیټو ځواکونو لپاره په سامانونو وړونکو ټینکرو نامعلومه وسلوالو ډزي کړې وې چې په کې څلورو ټېنکرو ته زیانونه رسېدلي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG