د لاسرسي ځای

پر شمالي وزیرستان د ډرون برید ۲۲ تنه مشکوک وسلوال وژلی


ډرون الوتکې په شمالي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله

ډرون الوتکې په شمالي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله

د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د مشکوکه امریکايي درون الوتکې په برید کې نزدې ۲۲ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

ځايي سرچینې وايي چې له افغانستان سره پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان له مرکز میرام شاه څخه پر شاخوا ۴۵ کلومیټرۍ د دته خېلو ښارګوټي په خړتنګي سیمه کې نن غرمه ډرون الوتکو پر یوه کور څلور توغندي داغلي دي چې پکې څه نا څه ۲۲ اورپکي وژل شوي دي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه چارواکي مشال رېډیو ته ویلي چې وسلوال طالبان په سیمه کې د یوې غونډې په نیت راټول شوي وو چې برید ورباندې وشو.

شمالي وزیرستان په بیا بیا د امريکايي ډرون الوتکو لخوا په نښه کېږي چې ددې تر شا علت د افغانستان دولت او په دغه هیواد کې د امریکا په مشری د نړیوالو ځواکونو لخوا دابلل کېږي،چې په دغه سیمه کې القاعدې،د سراج الدین حقاني ډلې او نورو وسلوالو اورپکو ډلو خپل ځان خوندي کړی دی او له همدې ځایه په افغانستان کې پر دوی بریدونه کوي.

په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې د بې پایلټه ډرون الوتکو په بریدونو کې د القاعدې او د ځايي وسلوالو یو شمېر مخور کمانډران وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG