د پاکستان په لاهور ښار کې یو عدالت د دوو کسانو په وژلو ګرم ګرځول شوی امریکایی وګړی ریمنډ ډیوس خوشی کړی دی.
رپوټونه وايي چې نوموړی د خوشي کېدو وروسته خپل وطن ته روان شوی دی.
په ریمنډ ډیوس له دې وړاندې دغه عدالت فرد جرم لګول وو ،او وروستو د وژل شوو تنانو کورنیو ته د خون بها ورکولو او دروغې کولو له عمله هغه خوشی کړل شو.
د پاکستان چارواکې وایی، د وژل شوو تنانو فهیم او فیضان کورنیو ته د دوو ملینو امریکایی ډالرو نه زیاتې پیسې ورکړل شوې دي.
بلخوا د امریکا د بهرنو چارو وزیرې هیلري کلنټن وییلي دي، دوي د ډیوس د خوشې کولو لپاره هیڅ پیسې نه دې ورکړي.
د امریکا د خارجه چارو وزارت ویاند مارک ټونر وییلي، دوي د پاکستان د عدالتي فیصلی احترام کوي. او د ډیوس راخوشي کولو لپاره یې هیچا ته پیسې نه دی ورکړی بلکه دا خالصه عدالتي فیصله ده.
ډیوس د روان کال د جنورۍ په ۲۷ نیټه په لاهو ښار کې دوه تنه وژلي وو،
د هغه خوشې کول په پاکستان کې ځینو سیاسي ډلو ښه ګام ګرزولی او ځینو پري ناخوشې څرګنده کړې ده. او په یو شمیر برخو کې د ډیوس د خلاصولو پرضد مظاهرې هم شوي دي.
د رېمنډ دېوس د نیولو پر سر د امریکا او پاکستان ترمنځ سخت دپلوماټیکي اختلافات رامنځ ته شوي وو،امریکا غوښتنه درلوده چې ډیوس دې د سفارتي استثنا له مخې خوشي کړي خو د پاکستان د عدالتونو دریځ دا وو چې هغه سفارتي استثنا نلري.