د لاسرسي ځای

تازه خبر

له لېبیا ۷۰۰ پاکستانیان هیواد ته ستانه شوي



په لیبیا کې د پاکستان سفیره سیما نقوي وايي تراوسه ۷۰۰ نه زیات پاکستانیان له دغه هیواد نه بیرته پاکستان ته رسول شوي دي ، په لیبیا کې څه ناڅه اتلس زره پاکستانیان میشت دي چې یو شمیر یې د بدامنه حالاتو د وجې پاکستان ته ستنیدل غواړي.

بل پلو په جاپان کې د پاکستان سفیر شادمامد جادماني وايي په جاپان کې د زلزلې او د سونامي له امله یو پاکستانی هم اغیزمن شوی نه دی ، به جاپان کې هم ګڼ شمیر پاکستانیان ژوند کوي چې د ځینو تعلق د پښتونخوا سره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG