پولیسو په ادیزو سیمه کې داورپکو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي او یو کس یې په دې تور چې د ترهګرو سره یې مرسته کوله نیولی هم دی.
په دغه سیمه کې د مارچ په نهمه نیټه یو ځان مرګي برید ترسره شوی و چې ګڼ شمیر خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ایف سي ځواکونه وايي دهغه برید په تړاو کې یې تراوسه نهه کسان نیولي دي.