د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دمذهبي چارو پخوانی وزیر حامد سعید کاظمي ونیول شو



د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې اېف ای اې ددغه هیواد دمذهبي چارو پخوانی وزیر حامد سعید کاظمي ګرفتار کړی دی.

ښاغلی کاظمي وروسته له هغې ونیول شو چې د پاکستاني حاجیانو لپاره په سعودي عربستان کې د ځای د بندو بست کولو په معامله کې تر تورن پیژندل کیدو وروسته د راولپنډۍ ښار یو عدالت د نوموړي ضمانت قبول نه کړو.

نوموړی په داسې حال کې د اېف ای اې د چارواکو له خوا ونیول شو چې د عدالت نه بهر دهغه لسګونه پلویان هم راټول شوي وو ، د کاظمي تعلق د واکمن پیپلز ګوند سره دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG