د لاسرسي ځای

ډیویډ پیټریاس وايي په افغانستان کې نړیوالو ځواکونو پرمختګ کړی




په افغانستان کې د امریکا دځواکونو لوړ پوړي قوماندان جنرال ډیویډ پیټریاس په واشنګټن کې قانون جوړونکو ته ویلي په افغانستان کې امریکايي او نړیوالو ځواکونو د طالبانو پرمخ تګ ټکنی کړی دی .

خونوموړي د سینټ کمیټې ته ویلي چې ددوی لاس ته راوړنې لاهم کمزوري او له لاس نه خوییدونکي دي.

د جنرال ډیویډ پیټریاس دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې دافغانستان په مشرقي سیمه کې د نیټو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې دوه کم عمره ولسي ځوانان وژل شوي دي.

افغان ولس مشر حامد کرزي د همداسې نورو وژنو په ترڅ کې د ښاغلي پیټریاس بخښنه قبوله کړې نه وه.

څو اونۍ وړاندې هم په ، په همداسې بمبارۍ کې نهه کم عمره ځوانان چې لرګي یې راټولول وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG