د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قذافي وفادار ځواکونه د مخالیفو سنګرونو ته نزدې شوي


د لیبیا په مشرقي سیمه بن غازي کې د کرنل معمر قذافي وفادار ځواکونه د مخالفو تر واک لاندې سیمو نیولو ته نږدې شوي دي.

سرکاري ټیلي ویژن خبر ورکوي چې دغو ځواکونو د ( عجبیه ) ښار کنټرول په خپل لاس کې اخیستی او اوس دوی د بن غازي ښار په لوري د پرمخ تګ په حال کې دي.

په سر ښار طرابلس کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال معمر قذافي خپل مخالفین په بدو نومونو یاد کړل.

بل پلو په ملګرو ملتونو کې د یو قرار داد د وړاندې کولو لپاره چې ترمخې به یې لیبیا د نه الوت سیمه وګرځول شي ، هڅې روانې دي ، خو په پاریس کې د نړۍ داتو سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران په دې خبره کې پاتې راغلي چې د امنیت شورا دې ته چمتو کړي چې د لیبیا ښارونه د هوايي بمبارۍ نه وژغوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG