د لاسرسي ځای

په بحرین کې بېړنۍ حالت ولګول شو


دبحرین باچا له هغې وروسته تر درېوو میاشتو پوري بیړنی حالت اعلان کړ، چې په دغه هیواد کې د مخالفو مظاهره کونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په ډزو کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او دوه سوه نور ټپیان شول ،.

مظاهره کونکي چې اکثره یې دشیعه مسلک سره تړاو لري دشیعه او سني ډلو ترمنځ د اتحاد غوښتنه کوي او په دغه هیواد کې له تیرو دوه سوو کالو راهیسې سني مذهبه شاهي کورنۍ باچاهي کوي.

په بحرین کې بیړنی حالت یو ورځ له هغې وروسته اعلان شو چې د سعودي عربستان زر تنه سرتیري بحرین ته د سني شاهي خاندان په غوښتنه داخل شول. دایران حکومت د سعودی عربستان دغه کار غندلی دی.
XS
SM
MD
LG