د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د سړي تښتونو پر ضد لویه جرګه


په کوټه کې احنجاجي غونډه
په کوټه کې احنجاجي غونډه
په بلوچستان کي د روانوناامنیوپه ضدبیاهم دټولوسیاسي ګوندونو په ملتیادپښتون اولس قامي جرګې مشرنواب ایاز جوګېزئي دجرګواعلان کړی،
دسې شنبې په ورځ په ټولوسیموکي تراحتجاجي لاریونووروسته ترټولولوی لاریون اواحتجاجي غونډه په باچاخان څلورلاره دماځيګرپه څلوربجې پیل شوه،چي ترماښامه يې دوام لاره.

غونډي ته دواکمن پیپلزګونددصوبې مشربسم الله خان کاکړوویل،((دلته د راغلو خلکو له هیڅ يوه قام سره تعلق نشته، له هیڅ يوه ګوندسره يې تعلق نشته، راسرئ پردې سره يوشو، چي ددې دناامنیومخه ونیسو))


دپښتون خواملي عوامي ګوند صوبایي مشرعثمان خان کاکړ په صوبه کې د ټولوناامنیوذمه واره استخباراتي ادارې وبللې،او زیاته یې کړه،چې د هرغله سره په جیب کي داستخباراتي ادارو کارټونه دي.


که څه هم په دې غونډه کي دځينوبلوڅ اوپښتنوسیاسمتدارانوترمنځ په دې هم ځيني ګیلې سره وشوې، چي دبلوچستان یاپښتونستان نوم به يې یادکړ.

خودجمعیت علماء اسلام نظریاتي ډلي حافظ فضل بړېڅ وویل، ترڅوچي دده په وینادلته امنیت راغلی نه وي، په نامه سره ګیلې کول، ددوي احتجاج کمزوری کولی شي.حافظ بړېڅ زیاته کړه،((داخبره به وروسته کوو چي بلوچستان ترکومه ځایه دی، اوپښتونستان ترکومه ځایه دی. داځنګل دی، دلته قانون نشته.))


په کوټه کي دغه لاریون او احتجاجي غونډه چي دپښتون اولس قامي جرګې دمشرنواب ایازجوګېزئي په مشری کي کېده، نوموړي له سیاسي ګوندونوڅخه په عملي توګه دکار کولوغوښتنه وکړه،((که په رښتیاموږ دغه ډاکوراج ختمول غواړو نو موږ بایدپه عملي توکه کار وکړو، اوددې پيل به زه له خپلي سیمي کلاسیف الله څخه کوم))


د ویلووړ ده چي دپښتون اولس قامي جرګې مشرنواب ایازجوګېزئي په پای کي اعلان وکړ چي د راتلونکي میاشتي په نیمائي کي به لومړی دپښتنويوه جرګه په همدې ترڅ کي کېږي، اوتردې وروسته به بیاهم دبلوڅواو پښتنوګډه جرګه راوبلل شي.

XS
SM
MD
LG