د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایم کیو ایم مرورتیا او د پیبلز ګوند پخلاینه


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک



بېګا شپه په بلاول هاوس کراچۍ کې ولسمشر اصف علي زرداري د سیند صوبې د ګورنر عشرت العباد او داخله چارو وزير رحمان ملک سره وکتل او د ايم کيو ايم او د پيپلز ګوند ترمنځ د رامنځته شوو اختلافاتو په اړه يې خبرې اترې کړي دي ـ

د غونډې وروسته د کورنيو چارو وزير رحمان ملک خبريالانو ته وويل چې د ايم کيو ايم سره به ددوي اتحاد برقرار ساتي ـ

نوموړي زياته کړه چې په ښار کې په جرمونو د ککړو ټولو هغو عناصرو پر ضد به بې توپيره کاروایي کېږي ،چې د ښار حالات خرابولو کې لاس لري ـ

رحمان ملک دا هم وويل چې د نن د مارچ ۱۵ مه نېټه به د ايم کيو ايم يوه جرګګۍ له ولسمشر زرداري سره ویني ـ

د پيپلز ګوند او ايم کيو ترمنځ له تېرو دريو کلنو راهیسې اتحاد دی،خو دې موده کې ددواړو ګوندونو وخت په وخت مرورتيا او پخلاينې رامنځته شوي دي ـ

د تېر په څېر دا ځل ايم کيو ايم په دې خبره د قامي اسمبلۍ،سينټ او سیند اسمبلۍ له غونډو پريکون کړی دی چې د سند صوبې دداخله چارو وزير ذوالفقار مرزا د پيپلز امن کميټۍ په نوم ډله د خپل ګوند برخه بللې ده چې ايم کيو ايم یې ترهګره ډله بولي.
XS
SM
MD
LG