د لاسرسي ځای

په بلوچستان کي ۲ تیښتول شوي وکیلان خوښي کړل شوي دي


د وکیلانو د راخوشي کېدو لپاره په صوبه کې د سیاسي ګوندونو او د وکیلانو اتحادیې په بیا بیا هړتالونه کړي

د وکیلانو د راخوشي کېدو لپاره په صوبه کې د سیاسي ګوندونو او د وکیلانو اتحادیې په بیا بیا هړتالونه کړي




سلیم اختر ایډوکیټ او طاهر ایډوکیټ،تیره شپه ناوخته د بلوچستان د ډهاډر له سیمي څخه بازیابه شوي دي.د سیمي د لیویزو په وینا،د سني په کلي کي د لیویزو او پولیسو له چاپو وروسته تیښتول شوي وکیلان خوښي کړل شوي دي.


د ډهاډر مرستیال کمشنر محمداعظم وايي،(( ټوله علاقه مو په محاصره کي اخیستې وه.د اغواکونکو پر ضد مو سخت ګامونه واخیستل او دوی مو په دا مجبوره کړل چي وکیلان خوشي کړي.که څه هم دوي په تیښته کي بریالي شو،خو وکیلان مو په خیریت سره ځینې خلاس کړو((

د بلوچستان د وکیلانو د اتحادیې مشر بازمحمد کاکړ د وکیلانو پر خوشي کیدو د خوشحالۍ اظهار کړی او غوښتنه یې کړې چي اغوا کونکي دي د قانون و منګولو ته و سپارل شي.

د یادوني وړ ده چي دغه وکیلان د تیري فبرورۍ میاشت پر ۲۳مي نیټې له کوټي څخه د ډهاډر سیمي ته د عدالت په کار پسې تللي وو او کوټې ته د تلو پر مهال په لاره کې ناڅرګنده وسلوالو تیښتولي وو.
دا لا تراوسه نه ده مالومه چې دوی د چا لخوا تېښتول شوي وو او نه هم حکومت تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.
XS
SM
MD
LG