د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین په کلنۍ بارلیماني غونډه کې د اقتصادی اصلاحاتو پلان ومنل شو


د چین د کالني پارلېمان په غونډه کې د یوه پینځه کالن پروګرام منظوري ورکړل شوې ده چې تر مخې به یې د هېواد په اقتصاد کې بدلون راوستی شي.

د دې پینځه کلن پروګرام ترمخې به په کلیو کې معاشونه یا تنخاګانې زیاتې شي، او ټولنیز استحکام به پیاوړی کړلای شي.
د خلکو د قامي کانګرس په دې غونډه کې شا و خوا ۳۰۰۰ کسانو ګډون وکړ او د رایې اچونې له لارې یې د دې پېلان منظوري ورکړه.

له دې سره د دې لویې جرګې لس ورځینۍ غونډه هم پای ته ورسېده. د چین وزیراعظم وین جیا باو د غونډې پر مهال پارلېمان ته وویل چې راتلونکي پینځه کالونه به د اقتصادي پرمختګ د بدلون رفتار زیاتولو لپاره ډېر مهم وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG