د لاسرسي ځای

په کندوز کې ځانمرګی برید، ۳۳ وژل شوي


افغان چارواکي وايي د پوځیانو د روزنې پر یوه مرکز د ځانمرګي برید په پېښه کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.
پېښه د هېواد په شمالي کندوز ولایت کې شوې ده. د رپورټونو ترمخې په پېښه کې له څلوېښتو زیات کسان ژوبل هم دي. د تېرې جمعې په ورځ د کندوز ولایت د پولسو مشر هم په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی وو. په دې تېرو څو کالونو کې د وسله والو طالبانو د هلته تګ له کبله د کندوز ولایت د زښت نا امنۍ او بې استحکامۍ ښکار دی.
XS
SM
MD
LG