د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې موټربم برید اته کسان وژلي


د عراقي پوځیانو په یوه اډه کې د موټر بم چاودنې له کبله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
پېښه د عراق د دیالا ولایت د پوځیانو د اډې په یوه بیرک کې شوې ده چې په کې له دولسو د زیاتو کسانو د ژوبلېدو راپورونه هم راغلي دي.

دا پوځي اډه د کنعان په سیمه کې ده چې له پلازمېنې بغداده ۷۰ کیلومیټره لرې ده. د ځېنو راپورونه تر مخې برید یوه ځانمرګي کړی دی.

چارواکي وايي په پېښه کې ودانۍ نړېدلې ده او تر ملبې لاندې د نورو کسانو د ښخېدو وېره هم ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG