د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ویزې په اخیستو کې دپاکستاني کارکونکو ستونزې


پاکستاني کارکونکي فغان دولت نه غواړي چې شپږ میاشتینۍ او یا هم درې میاشتینۍ ویزې دې ورته ورکړل شي
پاکستاني کارکونکي فغان دولت نه غواړي چې شپږ میاشتینۍ او یا هم درې میاشتینۍ ویزې دې ورته ورکړل شي

بازمحمد عابد مشال ریډیو پيښور


د تیرو لسو کلونو راهیسې چې په افغانستان کې د رغونې او بیا رغونې لړۍ پیل شوې نو ګڼ شمېر هغو پاکستانیانو ورمخه کړې چې د رغونې په بیلا بیلو برخو کې وړتیا ولري.

هره ورځ په پيښور کې افغان کونسلېټ ته لسګونو تنان ورځې، په پاسپورټونو ویزې لګوي او په افغانستان کې په غیر دولتي موسسو او کمپنیو کې په کار ګمارل کیږي.


صفی الله د افغانستان په یوه شخصي پوهنتون کې استاد دی وايي، چې افغان کونسلېټ ته د ویزې نوي کولو په خاطر راغلی. دې زیاتوي چې په افغانستان کې ورته هیڅ مشکل نه شته موږ ته هلته افغانان ورونه ډیر عزت راکوي او په تیره د استادانو خو ډیر قدر کوي.

یو بل تن چې عتیق الرحمن نومیږي او د کابل په کلوله پشته کې د الکټریشن یا بجلۍ کار کوي، وايي چې افغانان ورسره ډیر ښه سلوک کوي خو زیاتوي چې یو میاشتینۍ ویزه ورته ورکول کیږي چې دې خبرې ورته لویه ستونزه جوړه کړې ده، دوې له افغان دولت نه غواړي چې شپږ میاشتینۍ او یا هم درې میاشتینۍ ویزې دې ورته ورکړل شي.

ضیاالرحمن په افغانستان کې په یوه سوداګریز شرکت کې کار کوي وايي چې کې یې ویزه ورته اوږده شي نو له ډېرو ستړیو به خلاس شي.

د دوې دا ستونزه مو په پيښور کې د افغان کونسلېټ لومړي سیکرترمعراج الدین بهسودوال سره شریکه کړه هغه یې په ځواب کې وویل،(( یو شمیر ویزې داسې دي چې هغه په افغانستان کې نوې کېږي، لکه هغه کسان چې په افغانستان کې د کار کولو اجازه ولري او د ایسا نه د بهرنیو چارو په وزارت په نوم ترې یو لیک را اخلي هغه لیک د پيښور کونسلرۍ ته فیکس کړي او موږ ورته له دې ځایه د انټر په نوم مولټیپل ویزه جاري کړو او کابل ته یې ورولیږو. خو هغه کسان چې په شرکتونو کې د کار جواز ونه لري او افغانستان ته په ویزه ځي هغه چې هر څوک وي باید د یوې میاشتې په دوران کې له افغانستانه ووځي.))

دې زیاتوي چې د یوه اټکل له مخې تر نوي زرو پورې پاکستانیان افغانستان ته د ویزو په بنیاد تللي چې هلته د کار او ټولنیزو چارو وزارت نه د کارد لیسنس په اخیستو او د بهرنیو چارو وزارت په موافقې سره کولای شي چې په افغانستان کې ځانونو ته کار پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG