د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې اووه کسان وژل شوي


کراچي یو ځل بیا د تششدد ښکار شوې
کراچي یو ځل بیا د تششدد ښکار شوې


د سېند په کراچۍ کې د تاوترخوالي او د هدفي وژنې په پېښو کې اووه کسان وژل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال د عوامي نېشنل ګوند د سېند صوبې د ویاند قادر خان له خولې وايي وژل شوي دوه کسان د دوی د ګوند غړي دي.

د قادر خان په خبره په قصبه کالونۍ کې د کرکټ د لوبې پر مهال د عوامي نیشنل ګوند د کارکنانو او د اېم کیو اېم د هغو تر منځ ناندرۍ وشوې او د اېم کیو اېم کسانو د عوامي نیشنل ګوند غړي ووژل. وژل شوي کسان عالمزېب او نادر خان نومېږي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، بله پېښه په فرنټیر کالونۍ کې یو کس وژل شوی دی. د دې ترڅنګ په زوړ حاجي کیمپ کې یو کس عمران او په رنچور لاین سیمه کې د طلحه په نوم کسان هم د نامالومو وسله والو د مرمیو ښکار شوي دي.

د تېرې جمعې له ورځې راهیسې د تاوتریخوالي په پېښو کې د ښار ۱۲ د سپرلیو بسونه سوزول شوي دي.

کراچۍ چې د پاکستان صنعتي شاهرګ بلل کېږي ،له تېرو څو ورځو راهسیې یو ځل بیا د تاوتریخوالي ښکار شوی،چې پکې ګڼ کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي او د سورلو ګڼ مسافر بسونه سوزول شوي دي.په کراچې کې اکثره پښتانه د سورلو ګاډي چلوي چې په هغو کې بسونه او ټېکسان راځي.
XS
SM
MD
LG