د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د تن سازۍ مقابلې


Peshawar body building competition
Peshawar body building competition

بازمحمد عابد مشال ریډیو پېښور


د پېښور په قیویم ستډیم کې د خیبر پښتونخوا په کچه د تن سازۍ مقابلې تر سره شوې چې له ټولې صوبې په کې ۵۰ تن سازانو برخه اخیستې وه.

د دې مقابلو په اړه د خیبر پښتونخوا د تن سازۍ جواینټ سیکرېټري سید الرحمن وايي،(( دا مقابلې کال په کال د صوبې په کچه تر سره کیږي، د خیبر پښتونخوا د ټولو ضلعو نه په کې تن سازان برخه اخلي، د خوشحالۍ خبره په کې دا وه چې د نورو ضلعو تن سازانو هم ښه خواري کړې وه، او ښه پوزیشنونه یې واخیستل. موږ هم ښه داد ورکړ او تمه ده چې راتلونکې ته به دوی هم د خیبر پښتونخوا دا اعزاز وګتي.))

د تن سازۍ د مقابلو ګتوونکي لوبغاړي خوشحاله وو چې په انعامونه ونمانځل شول.

یو تن سلمان وايي ،چې د جونیر پښتوخوا ټایټل یې وګاټه، دې زیاتوي چې په ۲۰۱۰ کال کې یې هم د پاکستان په کچه دسروزرو اولمپیا تمغه په نصیب شوې وه.

د ۲۰۱۱ کال په پیل کې یې د سرو زرو تمغه هم ګټلې وه او اوس چې یې د جونیر پښتونخوا لومړی مقام وګاټه نو دیره خوښ دی.
تن ساز افضل د ۸۵ کیلو ګرامه وزن په ډله کې د مستر پشاور تایټل وګاټه، وايي چې د خپل استاد حاجی هدایت الله له برکته او د خپل محنت له برکته یې دا کامیابي په نصیب شوه.


د تن سازۍ دې نندارې ته په سلګونو نندارچیان هم راغلي، په دې موقع پښتون خان چې له نندارچيانو څخه وو ، وویل،((په پیښور او ټول خیبر پښتونخوا کې د بد امنۍ اوازې خورې دي، نو په داسې حالاتو کې د لوبو مقابلې ، نه یوازې د پيښور پر امنیت مثبته اغیزه خوره وي بلکې دنیا ته هم مالومېږي چې په پيښور کې داسې ځوانان هم شته چې د خلکو پام د بد امنۍ نه د امن په لور اړوي. ))

دا مقابلې چې د خیبر پښتونخوا په کچه په کې څلورو ټیمونو مسټر خیبر پښتونخوا، جونیر خیبر پښتونخوا، مستر پشاور او جونیر پشاور په کې برخه اخیستې وه او څلورو تنو ته په کې په لومړۍ درجې انعامونه ورکړل شول.
XS
SM
MD
LG