د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون بریدونو په اړه قبایل څه وايي؟


سرچینه رویټر


بوریوال کاکړ مشال رېډیو

رویټرز خبري اژانس په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د اغېزې په اړه یو رپوټ خپور کړی دی . دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ یوه مشر مېجر جنرال غیور محمود خبریالانو ته وویل چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې عام خلک نه بلکه ترهګر په نښه کیږي.

رویټرز خبري اژانس د خپل رپوټ په سر کې لیکي چې په پاکستان او لویدیځ کې تل د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر دوو اړخونو خبري کیږي.

لومړی دا چې ایا دا د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره اغېزمنه لاره ده او که څنګه ، او دویمه دا ده چې د بې بیلوټه الوتکو زیان هم شته او کنه؟

رویټرز د بې پیلوټه الوتکو د اغېز په اړه لیکي ، هغه سیمې چې د ډرون بریدونه پکې کیږي ژورنالسټان ورته په خپل سر نشي تلای ، او هغوي یوازې د پاکستاني پوځ تر څارنې لاندې هلته ځي ، نو د رویټرز په لیکنه له هم دې کبله ریښتوني مالومات نه تر لاسه کیږي.

رویټرز د ً نیو امریکا فاونډېشن ً د مالوماتو پر اساس لیکي چې په ۲۰۰۴م کال کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل کېدونکي په سل کې یوویشت کسان عام خلک وو او په ۲۰۱۰م کال کې دا شمېره دومره را کښته شوه چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې به په سلو کې یوازې شپږ تنه عام کسان وو او ۹۴ به وسله وال وو.

رویټرز د پاکستانۍ لیکوالې فرحت تاج له خولې لیکي چې د قبایلي سیمو خلک د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو خوشاله دي. هغه لیکي دا ځکه چې د وزیرستان خلک د طالبانو او القاعده په داسې ظالمو منګولو کې راګیر دي چې هغوي له دې ظلم څخه د خلاسون لپاره هر چاته هرکلی وايي هغه که امریکا وي ، که اسرایل وي او که هند وي . نو ځکه دوي د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو خوشاله کیږي.

رویټرز د فرحت تاج له خولې زیاتوي چې د قبایلي سیمو خلک له دې کبله هم د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو هرکلی کوي چې دوي فکر هغه یوازې خپل هدف په نښه کوي خو د پاکستان له خوا د پوځي عملیاتو په ترڅ کې عام خلک هم وژل کیږي.

رویټرز د اریانا د سیمه ییزو څېړنو او پوهاوي د مرکز یا ً اریانا انسټیټیوټ فار رجنل ریسرچ اینډ اېډوکېسي ً د هغې نظر پوښتنې له مخې لیکي چې په ۲۰۰۹م کال کې یې تر سره کړې وه. په هغه کې راغلي وو چې په ۱۰۰ کې ۵۲ کسان دا فکر کوي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه سم دي ، په ۱۰۰ کې ۵۸ کسان په دې نظر دي چې دې بریدونو د امریکا پر ضد نفرت ته لمن نه ده وهلې او په ۱۰۰ کې ۶۰ کسانو ویلي وو چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د اورپکو ډلو ته زیان رسولی دی.

رویټرز خبري اژانس د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د زیان په اړه لیکي چې ، که له قبایلي سیمو څخه پرته د نورو سیمو خلک دا فکر کوي چې دغه بریدونه په لویه کچه عام خلکو ته مرګ ژوبله اړوي نو دا بیا د امریکا پر ضد نفرت راپاروي او د اورپکو ډلو لپاره د ملاتړ سبب ګرځي.

دا دې ته هم لاره هواروي چې د اپوزېشن ګوندونه د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد لاریونونه کوي او د امریکا ضد فکر لرلو پر اساس په ولس کې خپل ملاتړي زیاتوي.

رویټرز لیکي چې له دې کبله په پاکستان کې د امریکا باور ته زیان رسیږي ، په دې ملک کې د جمهوري حکومت اغېز کمیږي ، او په خلکو کې دا فکر وده کوي چې تر القاعده او طالبانو زیاته امریکا د پاکستان دښمنه ده.
XS
SM
MD
LG