د لاسرسي ځای

يوه ځانمرګي بريد د كندوز امنيه قوماندان ووژلی



د كندوز والي محمد انور جګدلك پژواك رسنيو ته وويل، چې بېګا شپه د كندوز ښار د حمام حاجي ميري په سيمه كې په امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن سيدخيلي يو ځانمرګي بريد وشو.


د نوموړي په وينا، په دې بريد كې عبدالرحمن سيدخيلي وژل شوى او د امنيت امرعبدالرحمن اقتاش او يو شمير پوليس ټپيان شوي دي.

د يادونې وړده چې پنځه مياشتې مخكې د كندوز پخوانى والي انجينر محمد عمر د تخار ولايت د تالقانو ښار د سپين زر په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په يوه چاودنه کې له ١٢تنوسره ووژل شو او٣٢ تنه نورپه کې ټپيان شوى وو.

پر افغان او نړیوالو ځواکونو د بریدونو پړه اکثره طالبان اخلي.
XS
SM
MD
LG