د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جاپان کې څونامي لویه تباهي اړولې


د جاپان شمال ختیز ه ساحلي پټۍ د ځونامي له لاسه تالا ترغه شوه
د جاپان شمال ختیز ه ساحلي پټۍ د ځونامي له لاسه تالا ترغه شوه

د جاپان شمال ختیز ه ساحلي پټۍ درېکټر په کچه د ۸.۹ په زور د یوې درنې زلزلې له راتلو وروسته د څونامي څه نا څه لس میټرو لوړو څپو لاهو کړېده.

څونامي په سلګونه کسان وژلي او په لکونه بې کوره دي.


د امريکا په هوايي ریاست کې د ارام سمندر خبرداري مرکز د ارام سمندر شاخوا ټولو ساحلي سیمو ته د څونامي راتلو خبرداری ورکړی وو.

د هیلي کوپټرو ځخه اخیستل شوي فلمي تصویرونه ښيي چې د څونامي څپو هرڅه په مخه پسې اخیستي،په ټیلویژني تصویرونو کې ښودل کېږي چې د اوبو څپو له ځان سره کورونه،ګاډي ،سمندري کشتۍ او ګڼ نورشیان له ځان سره اخیستي دي.

زلزلې د جاپان د ټوکیو په ختیز کې د تېلوچاڼځي او د اوسپینو یوه کارخانه کې غټ اورلګولی دی.

ځیني اټومي برېښنا کوټونه (بجلي ګر) په خپله بند شوي دي او د تابکار ي وتو هیڅ خطره نشته.


څونامي ځپلو سیمو ته سرتېري استول شوي چې له خلکو سره مرسته وکړي.
د امریکا جیالوجیکل سروې ویلي دي چې دزلزلې ټکان د هونسو ټاپو څنډو کې ۲۴ کلو میټره ژور وو.

د جاپان وزیراعظم ناوتو کان وايي ،زلزلې دروند تاوان اړولی دی.
په ټيلي وېژن د وینا پر مهال خلکو ته هغه وویل پر ټيلي وېژن دې د څونامي په اړه رپورټونه ګوري او ځان دې خبر ساتي. نوموړي تر دې مخکې خلکو ته ډاډ ورکړی وو چې همت دې نه بایلي.

په جاپان کې د تباهی یو تصویر


هلته په جاپان کې د اېن اېچ کې ټیلي وېژن د زلزلې ټکانونه ښودلي دي، او د دې حکومتي ټیلي وېژن یو خبریال یې هم ښودلی دی، پر دې مهال ټوله سټوډیو لرزېده،« زه تاسې ته په ټوکیو کې د اېن اېچ کې ټیلي وېژن له نړیوال سروېسه رپورټ درکوم. موږ دلته تر زلزلې وروسته راغلي ټکانونه محسوسوو او زه چې دا مهال خبرې کوم نو د سټوډیو دننه برقي بلبونه ښوځېږي.»

په پلازمېنې ټوکیو کې د زلزلې له کبله عمومي هوايي ډګر تړل شوی دی او رپورټونه وايي چې په پلازمېنې او د دې شاو خوا سیمو کې له ۴ مېلیونه زیاتو ودانیو کې برېښنا نشته.

د جرمني په برلېن پوهنتون کې د ځمکپوهنې د څانګې استاد ډاکتر سرګې شاپېرو وايي په جاپان کې تل زلزلې راځي او د دې لامل دا دی چې جاپان د ځمکې د لویو کاسو په څنډه او په منځ کې پروت دی.دی وايي،« جاپان د دوو ځمکنیو کاسو په منځ کې پروت دی.

په حقیقت کې جاپان د شمالي امریکا پر ځمکنۍ کاسې پروت دی. د شمالي امریکا کاسه د جنوب په لور ځي او همدا هغه ځای دی چې جاپان په کې پروت دی. د لویدیځ په لور د ارام سمندر کاسه ده او دلته د شمالي امریکا او د ارام سمندر کاسې له یو بل سره جنګېږي نو ځکه په جاپان کې تل زلزلې راځي.»

ډاکتر شاپېرو مشال راډیو ته وویل چې تر دې زلزلې وروسته به لا نور ټکانونه هم راځي،« دا یقیني خبره ده چې نور ټکانونه او نورې زلزلې به هم راځي. زه دا فکر نه کوم چې د دې نورو زلزلو زور به دومره زیات وي، ځکه چې داسې زلزلې چې ۸،۹ زور لري، ډېرې کمې راځي، ان دا چې د جاپان لپاره به هم دا ډېره لویه زلزله وي، کېدای شي په تېرو سلو یا یو سل او شلو کالونو یا له دې هم زیاتې مودې کې دې داسې زلزله په جاپان کې راغلې وي. نو موږ باید، په یقیني ډول د قوي ټکانونو لپاره تیار اوسو.»

د برلېن پوهنتون د ځمکپوهنې څانګې استاد ډاکتر شاپېرو وايي د څونامي دا خبرداری چې د ۵۳ هېوادونو لپاره ورکړل شوی دی په دې اړه دا اټکل کول چې څومره هېوادونه به له دې اغېزمن شي، ډېر ګران کار دی.

نوموړی وايي دا د سمندرګي پر تل او د سمندر پر ژور والي او د سیمې پر ځمکني حالت اډانه ده. ډاکتر شاپېرو زیاتوي کېدای شي د څونامي زور تر جنوبي امریکا ورسېږي.

تر دې مخکې هم په جاپان کې څونامي راغلي دي، او دا ټکی څونامي هم د جاپانۍ ژبې دی چې مانا یې د ساحل څپه ده. په ۲۰۰۴ کې د سماټرا پر ساحل تر زلزلې وروسته څونامي راغلې وه چې د هېند په سمندر کې یې د ۱۴ هېوادونو شا و خوا ۲۳۰۰۰۰ کسان وژلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG