د لاسرسي ځای

داود اعظمي د ځوان جهاني مشر جایزه وګټله


داود اعظمي د بي بي سي تر ټولو د غوره جایزې ریت اېوارډ داخیستو پرمهال

داود اعظمي د بي بي سي تر ټولو د غوره جایزې ریت اېوارډ داخیستو پرمهال



په سویس کې نړیوال اقتصادي فورم داود اعظمي په ۲۰۱۱ کال کې د نړۍ په کچه د ځوان جهاني مشرانو په ډله کې ټاکلی دی.

دغه جایزه هر کال د نړۍ په کچه تکړه ځوان مشرانو ته ورکول کیږي چې سږکال د زرګونو کاندیدانو له ډلې د دغې جایزې په ګټونکو کې یو هم داود اعظمي دی چې اوسمهال په کابل کې د بی بی سی د دفتر مشر دی.

دغه جایزه تراوسه په ټوله نړۍ کې هغو نژدې ۷۰۰ کسانو ته ورکړل شوې چې د پيښو د پوهاوي ترڅنګ يې مهمې لاسته راوړنې درلودلې او د رهبرۍ او مشرتابه په برخه کې یې خپله وړتیا ښودلې ده.
دغه جايزه د جهاني اقتصادي فورم بنسټ ايښودونکي او اداري مشر پروفيسر کلاس شواب له خوا رامنځته شوې چې د نړۍ تر ټولو تکړه او با استعداده ځوان مشران يې غړيتوب لري.

داود اعظمي د جهاني ځوان مشرانو جایزه ګټونکی

د ځوان جهاني مشرانو ټولنې غړي د نړۍ تر ټولو تکړه او د راتلونکي مشران دي چې عمرونه یې باید تر ۴۰ کلونو کم وي.دوی د نړۍ د ستونزو په هوارولو کې هڅې کوي او مهم هدف يې له نړۍ یو خوندي او لا ښه ځای جوړل دي.

نړیوال اقتصادي فورم داود اعظمي ته د مبارکۍ ویلو پرمهال د هغه لاسته راوړنې او ټولنې ته ژمنتیا ستایلې او د نړۍ د حالت د ښه کیدو لپاره يې د هغه وړتیا اغیزمنه بللې ده.

داود اعظمي دوولس کاله کيږي چې د بي بي سي له نړېوال سروېس سره په لندن کې کار کوي او له څه باندې یوه کال را پدېخوا په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر دی.

نوموړي د ډاکټرۍ ترڅنګ درې بېچلر او درې د ماسټرۍ ډګرۍ لري. ده تر دې وړاندې په ۲۰۰۹ کال کې د بي بي سي تر ټولو لوړه جايزه هم ګټلې ده.
داود اعظمي د دغې جاېزې لپاره هغه مهال نومول شوی وو چې کله يې په ۲۰۰۹ کال کې په یوه امريکايي پوهنتون کې د ميلمه استاد په توګه زدکړې ورکولې.

ښاغلی اعظمي د خپلو ژورنالستيکي او څېړنيزو فعاليتونو ترڅنګ په یو شمېر ژبو خبرې کوي او په درې ژبو شعر او نثر ليکي.

د ځوانو نړیوالو مشرانو د ټولنې لپاره څوک پخپله ځان نه شي نومولی ، هر کانديد بايد د بل چا له خوا ونومول شي چې بيا یې په بېلو پړاوونو کې د بيلو سازمانونو او ټولنو له خوا تر کتنې او پلټڼې وروسته د زرګونو کانديدانو له مېنځه غورچاڼ کيږي.

د دغه غورچاڼ په وروستي پړاو کې د نړيوال اقتصادي فورم ټاکنيزه کمېټه چې مشره يې د اردن د هاشمي دولت ملکه رانيا عبدالله ده ، وروستی نوملړ جوړوي.

د جهاني اقتصادي فورم له خوا د ځوان جهاني مشر تر غوره کېدو وروسته د داود اعظمي غبرګون چې د نوموړې ادارې له خوا خپور شوی دی:-

ژوند يوه هڅه ده او د يوه مثبت بدلون د رامنځته کېدو وړتيا درلودل په خپل ځای يو ګټور او اطمينان وربښونکی فکر دی .

د ځوان نړيوالو مشرانو فورم يو تر ټولو غوره او اغېزمن پلېټ فارم يا ځای دی چې نظرونه په کې شريک کيږي ، مهارتونه او وړتياوو ته سمون او وده ورکول کيږي او د يوې ښې نړۍ د جوړولو لپاره يو کاري پلان جوړيږي.

زه ډير خوشحاله يم چې د يوه داسې فورم غړی يم چې د هغو ستونزو د سم هواري هڅه کوي چې نننۍ نړۍ ورسره مخامخ ده او همدا راز زيار باسي چې پر نړیوالو تګلارو او کړنلارو مثبت تاثير ولري.
زه پر يوه مثبت بدلون باور لرم او زما لپاره دا مهمه نه ده چې دغه بدلون څومره لوی دی.

دلته زما هغه وينا ياديږي چې که په يوه ونه کې يوه پاڼه هم خپل رنګ بدل کړي ، نو د دې مانا دا ده چې هغه ونه نوره هغسې نه ده .

زه باور لرم چې د ځوانانو نړيوالو مشرانو د ټولنې د صادقانه هڅو په نتيجه کې به د نړۍ حالت ښه شي.


ځوان کل ته د داود اعظمي پیغام
زما پیغام نورو ځوانانو ته دا دی چې تر خپله وسه دي په تولنه کې یو مثبت رول ولوبوي ، هغه په پښتو کې یو متل دی چې هر سړی تر خپله وسه پورې ګرم دی.

څوک چې د یو ښه کار کولو وس لري او نه یې کوي هغه ګرم دی هغه ملامت دی. هر سړی د لږ څه کولو او ځینه د ډېر څه کولو وس لري . موږ باید دې ته انتظار ونه کړو چې نړۍ دي راشي ، ملګري ملتونه ، بل حکومت او یا بل هیواد دي راشي او د یوې ټولنې او یا یوه هیواد حالت دي بدل کړي.
داود اعظمي د ریت اېوارډ اخیستو پرمهال وینا کوي


دغه ټولنه او یا د دغې ټولنې غړي کولای شي چې پخپله ډېرې لاس ته راوړنې ولري . نو څوک به کار ده چې پر خپل استعداد باندې متقي و اوسي او پخپله کوشش وکړي چې په ټولنه کې یو مثبت بدلون راولي او د ټولنې حالات ښه کړي.

ځکه lوږ لیدلي دي په دغه سیمه کې ځوانان راپورته شوي دي او امپراطورۍ یې جوړې کړې دي په خپل مټ باندي. نو زه فکر کوم چې دغه استعداد اوس هم شته. مهمه دا ده چې پر خپلو استعدادونو باندې کار وشي او دغه استعمال شي ، په یوالي سره یو هدف وټاکل شي او د هغه هدف په وړاندې د یوه مشر په مشرۍ کې نور پسې روان شي.
XS
SM
MD
LG