د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې ایراني وسله نیول شوې.برتانییا


د نیټو او برتانیې چارواکي وایی، دوی د ایران لخوا افغانستان ته د درنو وسلو ګاډی نیولي.

د برتانیې د بهرنو چارو وزیر ولیم هیګ وییلي، افغان او برتانوي ځواکونو ۵۰ راکټی او ګڼ شمیر نوره هغه وسله په نمروز ولایت کې نیولي ده، چې ایران یی په افغانستان کې د ایساف ځواکونو خلاف طالبانو ته ورکوي. د افغانستان نمروز ولایت د ایران سره نزدې پریوځي.

ښاغلي هیګ وویل په دې کې هیڅ شک نشته ، چې دغه وسله د ایران نه راغلي، او زیاتوي د تهران له طالبانو سره داسې مرستې د قبلیدو وړ نه دي . اخوا ایرن ویلي، دوي داسې هیڅ ډول وسله افغانستان ته نه ده لیږلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG