د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پیښور په ادیزو کې په پرونې ځان مرګي برید کې د وژل شوو تنانو شمیره نزدې ۴۰ ته رسیدلې ده


د پیښور سره نزدې په ادیزو سیمه کې په پرونې ځان مرګي برید کې د وژل شوو تنانو شمیره نزدې ۴۰ ته رسیدلې ده. دغه ځان مرګی برید چې په سیمه کې د امن لښکر د یو غړې د ښځي په جنازه کې تر سره شو ، پړه یی ځایی طالبانو پر غاړه اخستې.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی امیر حیدر هوتي میډیا ته ویلي ، طالبانو په سیمه کې ماتی خوړلې، نو ځکه اوس په جنازو او جماعتونو کې بریدونه کوي.

په قبایلي سیمو او پښتونخوا صوبه کې دې نه وړاندي هم د وسلوالو طالبانو خلاف جوړ شوې د امن په لښکرو داسي بریدونه شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG