د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پیلوټه الوتکې ترهګر وژني. میجر جنرل غیور محمود


ډرون الوتکې په شمالي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله
ډرون الوتکې په شمالي وزیرستان کې د مشکوکو ترهګرو د په نښه کولو یوه موثره وسله


د روانې اونۍ د ګل په ورځ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ میجر جنرل غیور محمود په واڼه کې خبریالانو ته ويلي دي چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې عام خلک نه بلکه ترهګر په نښه کیږي او د هغوي په وینا دا بریدونه په شمالي وزیرستان کې اغېزمن دي.

جنرال افیسر اینډ کمانډ غیور محمود خبریالانو ته ویلي چې په شمالي وزیرستان کې تر اوسه د بې پیلوټه الوتکو ۱۲۰ بریدونه تر سره شوي دي چې په کې ۱۴۳ بهرني او ۶۱۹ سیمه ییز وسله وال وژل شوي دي.

غیور محمود وايي، ” زموږ اته کاله کیږي چې دلته راغلي یو. موږ ته چې له کومو بېلابېلو وسیلو مالومات رارسیږي نو د هغو له مخې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې زیاتره وسله وال په نښه شوي دي او زما په خیال په هغوي کې د بې ګناه خلکو شمېره ډېره کمه ده٬٬

هغه زیاتوي چې د شمالي وزیرستان د وچې درې ، قلندر او بادام شاه په سیمو کې وسله زیاتره فعاله دي. هغه زیاته کړه چې په شمالي وزیرستان کې د لوی شمېر بهرنیو وسله والو تر څنګ پنجابي طالبان هم شتون لري.

د یوې پوښتنې په ځواب کې غیور محمود وویل چې دوي د وسله والو پر ضد تر اوسه ۲۷۱ عملیات کړي دي چې په نتیجه کې یې ۳۵۲ وسله وال وژل شوي او ۲۰۷ ټپي شوي دي.

نوموړي وویل، چې زیاتره سیمې اوس د عسکرو په ولکه کې دي او د وسله والو لاره یې نیولې ده.
د ډرون بې پایلټه الوتکو په اړه د مشال بحث دلته واوری
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

هغه زیاته کړه چې اوس په شمالي وزیرستان کې په بشپړه توګه عملیات نه دي روان خو په زیاتره سیمو کې عسکر موجود دي چې هره ورځ شکمن کسان نیول کیږي او د هغوي په مرسته موږ نور شکمن کسان او موټران نیسو.

غیور محمود زیاته کړه چې موږ د استخباراتي مالوماتو په مرسته موږ هلته امنیتي پوستې لګوو چیري چې وسله وال له یوې سیمې څخه بلې ته ځي.

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې د اسلامیه کالج پوهنتون وایس چانسلر اجمل خان په شمالي وزیرستان کې نشته او که چا ته په دې اړه څه مالوم وي نو موږ ته دي په ډاګه ووايي او موږ به یې را خوشی کړو.

خو د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرل اطهرعباس له مشال رېډیو سره په خبرو کې وويل چې په شمالي وزیرستان کې د میجر جنرل غیور محمود څرګندونې سمې نه دې تشریح شوې چې دده په وینا له سیاق وسباق څخه وتلې ښکاري.
XS
SM
MD
LG