د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ولسي وګړو وژنه زیاته شوېده


د ولسي وګړو یو سورلی موټر چې د ماین چاودنې پکې ګڼ ولسي افغان ووژل
د ولسي وګړو یو سورلی موټر چې د ماین چاودنې پکې ګڼ ولسي افغان ووژل
نقيب الله متونوال مشال رېډيو خوست

تيره ورځ په افغانستان كې د بشري حقونو خپلواك كميسيون په يوه رپوټ کې ويلي ، چې په ۱۳۸۹ لمريز كال كې د افغان ملكي وګړو د مرګ ژوبلې كچه د تېر كال پرتله ۱۵فیصده ډېره شوې ده، چې له دې ډلې ۷۵په سلو كې ملكي مرګ ژوبله د طالبانو په بريدونو كې ده او پاتې ۱۶ فیصده نور بهرني ځواكونه په بمباريو كې وژل شوي.


د افغانستان په جنوب ختيځ (خوست، پكتيا او پكتيكا ولايتونو) كې هم د ملكي وګړو مرګ ژوبله زياته شوې او په دې زون كې د بشر حقونو د سيمه ايز دفتر مشر شفيق الله نيازى وايي، چې دا مرګ ژوبله د وسله والو مخاليفينو لخوا د سړك غاړې ماين چاودنو او ځانمرګو بريدونو او همدارنګه په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د خپلسرو عملياتو له امله ده.

دغه راز د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزى هم د ملكې وګړو په مرګ ژوبله خواشيني څرګندوي خو وايي، چې ډيرى دا تلفات د وسله والو مخاليفينو لخوا د سړك غاړې ماين چاودنو او ځانمرګو بريدونو په پېښو كې وي او په خبره يې، چې په خوست كې د دوى او بهرنيو ځواكونو په عملياتو كې د ملكي وګړو مرګ ژوبله ډيره كمه شويده.


په خوست كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر هم د شپې لخوا د دوى په عملياتو كې په دې درو ولايتونو كې د ملكي وګړو مرګ ژوبله كمه بولي. په خوست كې د ناټو وياند جګړن ډيټ ماير وايي، چې موږ په خپلو عملياتو كې هڅه كوو،چې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه وړي او په وينا يې، چې د دوى لخوا د ملكي وګړو مرګ ژوبله د ګوتو په شمير ده .


خو بله خوا وسله وال طالبان هم دا نه مني،چې د دوى لخوا په افغانستان كې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله زياته شوې ده. چې ډيرى د سړك غاړې ماينونه د خلكو د شخصي تربګنيو، جنګسالارانو ترمنځ د اختلافاتو له امله يو بل ته ايښودل كيږي،او ياهم د بهرنيو ځواكونو له لوري د دوى د بدنامولو لپاره دا كار تر سره كيږي.


خو دا مرګ ژوبله چې د هرې خوا وي خلك يې غندي او له ښكېلو غاړو حكومت، وسله والو مخاليفينو او بهرنيو ځواكونو غواړي، چې د ملكي وګړو ژوند ته كلكه پاملرنه وكړي.
XS
SM
MD
LG