د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برسلز کې د ناټو غونډه او د افغانستان امنیت


بشير ګواښ مشال رېډیو برسلز

نن د زیارت ورځ د بيلجيم په سرښار برسلز کې د ناټو غړو هيوادونو د دفاع وزيران په خپله غونډه کې د افغانستان پر امنيتي حالت خبرې کوي . ناټو هيله څرګنده کړي چې تر ۲۰۱۴ ميلادې کال پورې به افغان امنيتي ځواکونه د خپل هيواد د امنيتي چارو د سمبالولو جوګه شي.
په غونډه کې د افغانستان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو پر موضوع هم خبرې کېږي.

د بيلجيم په سر ښار برسلز کې کيدونکي د دې ناستې په درشل کې مشال ريډيو ته په رسيدلي د ناټو په يوه خبرپاڼه کې د ناټو د مشر ايندری فوغ راسموسن له خولې ويل شوي چې دا د افغانستان لپاره د يوې نوې مرحلې پيل دی .
هغه زياته کړي د افغان ځواکونه په وړتيا باور لري او که شرايط سم وو نو افغانان به تر ۲۰۱۴ کاله پورې د هيواد امنيتي چارې پرغاړه واخلي

راسموسن هيله څرګنده کړي چې دغه ډول غونډې به د افغانستان د ښې، باثباته او سوله ييزه راتلونکې لپاره زمينه برابره کړي

ياده دي وي چې امريکا ويلي دوی به تر ۲۰۱۴ کال پورې خپل پوځيان له دې هيواده وباسي او پر ځای به يې افغانان پخپله د خپلې خاورې د امنيت د ساتلو چارې پرمخ يوسي.

د رپورټونو تر مخه دا وخت افغانستان خوا اوشا يولک او ديرش زر پوځيان لري خو د ناټو چارواکي وايي غواړي دا شميره تر ۲۰۱۴ کال پورې هغومره ډيره شي چې د بهرنيوو ځواکونو پر ځای د امنيت چارې سمبالې کړی شي او همدا وجه ده چې په دې غونډه کې به د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزلو ډير زور راوړل کيږي.
د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ هم په دې غونډه کې ګډون کوي .
د ناټو د خبر پاڼې ترمخه ټاکل شوي چې جنرال وردګ به د ناټو د دفاع وزيرانو د دې غونډه په دوهمه او آخري ورځ يعني سبا په دې هيواد کې ميشته د آیساف يا سوله ساتو ځواکونو د هيوادونو د چارواکو سره په دې خبرې وکړي چې د هيواد کوم کوم ولايتونه داسې دي چې امنيت يې په لومړي قدم کې افغان ځواکونو ته سپارل کيدای شي.

د ناټو د دفاع وزيران به په دې غونډه کې د افغانستان سربيره په ليبيا او منځني ختيځ کې د روانو ناکراريوو او د انټرنيټي امنيت يا سايبر سيکيوريټي اړونده د ناټو د غړو هيوادونو د دفاعي پرمختګونو په اړه هم بحثونه وکړي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG