د لاسرسي ځای

د قذافي الوتکه د مصر پر لور الوتې ده


د رسنیو د رپورټونو له مخه د لیبیا دصدر کرنل قذافي الوتکې د مصر پلو الوتې ده .
رپورټونه وايي دا الوتکه په یونان پوریوتې ده خو یوناني دفاعی چارواکي وايي دا مالومه نه ده چې په دې الوتکه کې څوک سپاره وو.

هلته الجزیره ټي وي ویلي دي د کرنل قذافي دکورنۍ په استعمال کې درې الوتکو د سرښارطرابلس نه الوت کړې دی .

بلخوا د امریکا صدر بارک اوبامه او د برتانیاد وزیراعظم ډیويډ کیمرون تر مینځه د لیبیا په حالاتو خبرې اترې شوي. وایټ هاؤس وايي دواړو هیوادونو په لیبیا کې د الوتکو په تګ راتګ بندیز یا نو فلايي زون لګولو باندې خبرې کړي.

د دې نه وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي وو چې د دې فیصله به ملګري ملتونه کوي.

هلته د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ ویلي برتانیا او فرانس د امنیتي شورا په قرارداد باندې په ګډه کار کوي .

بلخوا د کرنل قزافی د پوځونو اود مخالفینوتر مینځه سرښار طرابلس سره نزدې په تیل لرونکي ښار زاویه کې د نښتو رپورټونه راغلي دي.

دکرنل قذافی پوځ غواړي چې دا ښار د حکومت مخالفه خلکو د ولکې نه خلاص کړي په دې لړ کې پوځ د ټینکونو او توپونو استعمال هم کوي او ددې ښار محاصره یې کړېده.


XS
SM
MD
LG