د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د وکیلانو برمته ضد لاریونونه


په تېرو دوو اونیوڅخه پیل شوی دبلوچستان د وکیلانواحتجاج لاهم دوام لري، سره له دې چي تښتول شوي دوه ججان تېره شپه خوشي شوي، خوددوي په وینا څلور تښتول شوي وکیلان یې لاهم لادرکه دي.

په همدې ترڅ کي نن دبلوچستان وکیلانودسپریم کورټ بارایسوسي ایشن اودبشري حقوقودپاکستان مشرې عاصمه جهانګیرپه مشری کي لاریون وکړ.
ترلاريون وروسته له مشال سره په خبروکي نوموړې وویل،(موږ دا نه وايوچي تښتول شوي ججان دوي ولي بازیاب کړل، سل واره دې وکړي، خوپوښتنه داپیداکېږي، چي که چېري په دوي فشارواچول شي، نوبیا دوي ددې بازیابي په آسانۍ سره کولای شي.له دې څخه داڅرګندېږي هغه چې د تښتوونکو او د سرکاري خلکو ترمنځ څه ناڅه اړيکي شته)

ددې پوښتني په ځواب کي چي په دې سربېره چي په دې صوبه کي تراوسه نارینه تښتول کېدل، خو اوس يوه مېرمن هم تښتول شوې. نو عاصمه جهانګیرپه ځواب کې وويل ،” بالکل تاسو وګورۍ يوه مېرمن د اتم مارچ په ورځ وتښول شوه،او هغه هم دښځو په نړيواله ورځ. د هغې خاوند لس کاله وړاندي تښتول شوی و، او تردې دمه يې هیڅ درک نشته.دا ډېره غمجنه خبره ده چي ورسره دپاکستان ټولوښځوته له دې څخه وېره ورپیداشوې “

دبشري حقوقو مشرې عاصمه جهانګیر په داسي حال کي دسپریم کورټ بارایسوسي ایشن له وکیلانوسره احتجاجي لاریون کاوه، چي په دې وخت کي دکوټې په ځينونورو سړکونو دبلوچستان بارایسوسي ایشن له خواهم لاریون کېده. دبلوچستان بارایسوسي ایشن صدربازمحمدکاکړ په دې هکله رسنیوته ویلي، دعاصمه جهانګیرننۍ دوره دبلوچستان دوکیلانوترمنځ دنفرت پيداکولولپاره شوې.
XS
SM
MD
LG