د لاسرسي ځای

په بلوچستان کې ناامني نه ګراني لویه مسله ده.


Baluchistan:Traders says that inflation is more dangerous than voilance

Baluchistan:Traders says that inflation is more dangerous than voilance


د پنجاب سوداګر د ناامنۍ

سره له دې چي د بلوچستان په يوشمېرښارونوکي دهدفي وژنواوناامنیوله کبله دسیمیزسوداګرو په ویناددوي کاروبار ته سخت زیان رسېدلی. او هغه هرکاروبار چي پخوابه کېده، له دې ناامنیوسره بېخي زیات اغیزمن شوی.

د ناامنیو او هدفي وژنو ښکار که څه هم د پنجاب صوبې لږکي اوسېدونکی دي خو په دې برسېره اوس هم دکوټي ښار په لویولویوتجارتي مارکېټوکي دپنجاب صوبې ډېری نارینه اوښځينه تجاران ترسترګوکېږي.

۵۰ کلنه شهنازهم يوه له دغو سوداګرو څخه ده دا وايي،”زه دلته د رختونو کاروبارکوم. له ملتان یم . شاوخواڅورلس ، پنځلس کاله مي کېږي چي دغه کاروبارکوم.دلته رختونه اخلم او د پنجاب په لاهور،ملتان،باولپور،ګوجرانواله،اوفیصل آباد ښارونو کي يې په خرڅوم. دخدای فضل دی په کوټه کي موږ ته ترننه پوري هیچاهم غلطه خبره ونه کړه. څنګه حالات چي دي په هغه برسېره زموږدلته ښه وخت تېرېږي


۶۰ کلنه غلام فاطمه هم له دغو سوداګرو څخه ده، چي ددې په ویناډېرکلونويې شوي چي کوټي ته يې تګ راتګ وي، خوخوشاله په دې ده چي ترننه ورته څه خطر نه دی پېښ شوی دا وايي،”له تېرو ۲۰کالوڅخه دلته همدا کارکوم. چي له کټ پيس ګلۍ څخه رختونه وړم اوهلته يې په دوکاندارانوخرڅووم.بس څه ناڅه ګزاره موپرې وشي خو اوس دپخواپه پرتله هر څه ګران شوي دي .

ددې ترڅنګ يوبل سپين ږيری چي وایي، دتېرو کلونوپه پرتله ددوی کار هم متاثره شوی،اوهغسي ګټه چي پخوابه يې وه نن سباپه کې نشته.

ديادوني وړده چي له کوټي څخه دپنجاب صوبې اوسېدونکي نه يواځي کالي،بلکې نورشیان هم دتجارت په موخه دپنجاب بیلا بیلو سیموته وړي. چي ددوي په ویناددوی کاروباردپخواپه څير نه دی، خوددې لامل دبلوچستان ناامنه حالات نه ،بلکې په ټوله سیمه کي دګرانۍ لړۍ ده.
XS
SM
MD
LG