د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارک ګروسمین په اسلام اباد کې


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی سفیر مارک ګروسمین په اسلام اباد کې له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره لیدلي دي.
د استازي په ډول تر ټاکل کېدو وروسته دا دې سیمې ته د مارک ګروسمین لومړی سفر دی. اوسمهال د پاکستان او امریکا اړیکي له کړکېچ سره مخامخ دي. او د دې لامل د هغه امریکايي وګړي لانجه ده چې موده مخکې یې په لاهور کې دوه پاکستانیان وژلي ول. واشنګټن وايي دې سړي، چې له راپورونو سره سم د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یو کار کوونکی دی، د شوکمارو پر وړاندې د خپلې دفاع په توګه دا کار کړی دی او دا چې دا سړی سفارتي استثنا لري. پاکستان وايي د دې امریکايي وګړي معامله په عدالت کې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG